د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکا د افغانستان د سولې بهیر تاواني کړ


پاکستاني مقامات د افغان مهاجرینو څخه پر افغانستان باندې د فشار اچولو لپاره کار اخلي
پاکستاني مقامات د افغان مهاجرینو څخه پر افغانستان باندې د فشار اچولو لپاره کار اخلي

د پاکستان حکومت د بلوچستان په ایالت کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د پخواني مشر اختر محمد منصور وژنه تایید کړله.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم مشاور سرتاج عزیز وویل مدارک تاییدوي چې په دې برید کې وژل شوی شخص د طالبانو مشر ملا منصور و چې د ولي محمد په نامه په جعلي هویت یې تگ راتگ او سفر کاوه.

په داسې حال کې چې امریکایي مقامات ملا منصور د افغانستان د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډ گاڼه، ښاغلی عزیز وویل چې ملا منصور د مذاکراتو مخالف نه و او دده په وینا د هغه وژنې د افغانستان جگړه پیچلې کړې ده.

ښاغلي عزیز د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید چې د طالبانو مشر په کې ووژل شو د پاکستان د ملي حکمیت ماتول او د ملگرو ملتونو د منشور نه تیری وگاڼه. هغه زیاته کړه چې دغه برید د افغانستان د سولې بهیر تاواني کړی دی.

تیره اونۍ د هماهنگۍ څلور اړخیزې ډلې - افغانستان، پاکستان، ایالات متحده او چین – د افغانستان د سولې خبرو ته د زمینې د برابرولو په هدف په پاکستان کې غونډه وکړه چې په هغې کې د ښاغلي عزیز په وینا ټولو اړخونو سیاسي خبرې د خبرو میز ته د طالبانو د راتگ په هکله تر ټولو ښه لار وگڼله، خو هغه زیاته کړه چې دغه "تفاهم ته درناوی ونه شو".

پاکستاني مقامات د طالبانو په وړاندې د زور نه کار اخیستل د افغانستان د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل گڼي، خو په یو تازه غبرگون کې د افغانستان جمهور رئیس د ملامنصور وژنې ته په اشارې په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې که طالبان د سولې له بهیر سره یوځای نه شي د خپلو مشرانو په شان سرنوشت سره به مخامخ شي.

سرتاج عزیز همداشان وویل په پاکستان کې د افغان مهاجرو شتون د پاکستان د اندیښنې وړ ده، ځکه د هغه په وینا ترهگر او سخت دریځه د شرارت په مقصد په کمپونو کې پټیږي. هغه زیاته کړه چې گټور اقدام دادی چې افغان مهاجرین سمدستي خپل هیواد ته ستانه شي.

هر ځل چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي، پاکستاني مقاماتو د افغان مهاجرینو څخه پر افغانستان باندې د فشار اچولو د الې په توگه کار اخیستی دی. ځکه د افغانستان حکومت چې د طالبانو د یاغیگرۍ سربیره د پراخو ډول ډول مشکلاتو سره لاس او گریوان دی، هیواد ته د زیات شمیر بیرته راتلوونکو گډوالو د ځای پر ځای کولو توان نه لري.

شاو خوا یونیم میلیون افغان مهاجر په پاکستان کې ثبت او راجستر شوي دي او اټکل کیږي چې شاو خوا یو میلیون نور افغان مهاجر ښایي له کوم مدرک پرته په دې هیواد کې میشت وي.

XS
SM
MD
LG