د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ځي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ شي او د نوي منتخب صدراعظم نوازشریف سره به ملاقات وکړي.

ویل کېږي چې ولسمشر کرزی به د پاکستان څخه وغواړي چې د طالبانو د استازو سره د خبرو په بندوبست کې مرسته وکړي.

افغان دولتي مشران تل په پاکستان دا تور لګوي چې د طالبانو مشرانو ته یې پناه ورکړیده او د پاکستان استخباراتي اداره ،،آی ایس آی،، د طالب یاغیانو سره مرسته کوي چې افغانستان ته وراوړي او په افغان او بهرنیوو قواوو بریدونه وکړي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داود زی وايي چې که افغانستان او پاکستان د امنیتي چارو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی خو په نورو ساحو کې ډیر سره نږدې شویدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چودهري ویلي چې پاکستان ته د ښاغلي کرزي سفر دا څرګندوي چې دواړه مشران د اړیکو سمون ته څومره لیواله دي.

د ملا برادردخوشې کولو غوښتنه

په کابل کې مقامات وايي چې ولسمشر کرزی به د پاکستاني مشرانو سره د خبرو په وخت د پاکستاني زندانونو نه د ملا برادر په شمول د نورو طالب مشرانو دخوشې کولو غوښتنه کوي.

ویل کیږي چې ملا برادر په شخصي توګه د افغان چارواکو سره د خبرو دپاره اړیکه نیولې وه. خو بیا پاکستاني مقاماتو یې دا هڅه شنډه کړه او د ٢٠١٠ کال نه یې په پاکستان کې په زندان کې اچولی دی.

پاکستاني مقامات بیا وايي چې دوي زیات شمیر طالب مشرانو ته لاره برابره کړې چې قطر ته لاړ شي او خپل دفتر پرانیزي چې د خبرو دپاره یو آدرس ولري. خو کله چې د دې دفتر سره یو څو نورې مسلې راپورته شوې او دا هم ویل کېدل چې امریکا به د طالبانو سره مستقیمې خبرې کوي نو د افغانستان ولسمشر یې راوپاروه او د قطر دفتر سره یې د اړیکو د نیولو نه انکار وکړ.

اوس افغان دولت د پاکستان نه غواړي چې د خپل نفوذنه کار واخلي او طالبان دې ته تیار کړي چې د افغانستان د سولې د شورا سره خبرې وکړي او دریمګړي ځای کې سره کښیني.
XS
SM
MD
LG