د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان سره په اړیکو کې د پرمختگ ژمنه کړې


پاکستان د افغانستان سره د اړیکو سمولو او په معاملاتو کې د پرمختگ ژمنه کړې

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنج شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان د گډو اهدافو لپاره به همکاري کوي.

هغه وویل چې د پاکستان او افغانستان د سولې او همکارۍ لپاره د څوکاټ د لاندې به د دواړو ملکونو د اړیکو د بهترولو لپاره کار وکړي.

ښاغلي قریشي دغه خبرې په ملتان کې خبریالانو ته کړیدی. هغه وویل "پاکستان او افغانستان یو ځاې پخپلو ستونزو غور کړیدی. او د هغې د حل میکانزم یې لټولی دی. مونږ به هم په دغه لاره ځو او دا هڅه به کوو چې د دواړو احترام په نظر کې د ساتلو سره پرمختگ وکړو"

هغه وویل چې نړیوال غواړي په افغانستان کې سوله راشي، افغانانو او د پاکستان خلکو د سولې لپاره ډیرې قربانۍ ورکړیدي.

د پاکستان او افغانستان اړیکې د ډیر وخت راهیسې خرابې شوې دي. په پاکستان کې د نوي حکومت د راتگ نه وروسته صدراعظم عمران خان په خپله لمړنۍ وینا کې د گاونډي ملکونو سره د ښو اړیکو خبره کړیده او د افغانستان په اړې یې ویلي چې غواړي دواړه خلاص سرحد ولري چې ازادانه تگ راتگ پرې وشي.

XS
SM
MD
LG