د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده


نوموړي وویل په الوتکې کې څلوېښتنه سپاره وو
نوموړي وویل په الوتکې کې څلوېښتنه سپاره وو

د پاکستان د هوانوردۍ اداره وايي د دوی یوه مساپر وړونکې الوتکه له پرواز لږ ورسته ورکه شوې او بیا غورځېدلې ده. په الوتکه کې ۴۸ تنه سپاره دي چې شپږ یې د الوتکې عمله وه.

پاکستاني چارواکي د ۳۸ کسانو مړي موندل شوي خو لا سم پېژندل شوي نه دي.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت د ادارې ویاند دانیال ګیلاني وايي د دوی ATR-42 الوتکه د چهارشنبې په ورځ له پرواز لږ وروسته نادرکه شوه او د کنترول له څانکې سره یې اړیکه پرې شوې ده.

د پاکستان د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي خرم رشید وویل چې دا الوتکه د اسلام اباد په ۷۵ کیلیو مېترۍ کې د حویلیان په سیمه کې غورځېدلې ده.

تر دې دمه د دغې الوتکې د غورځېدو او پېښې په اړه دقیق معلومات نشته، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مرسته کوونکو او متخصصانو یوه ډله یې سیمې ته استولې چې پېښه وڅېړي او د مړو په پېژندنې کې مرسته وکړي.

یو شمېر پاکستاني پوځیان هم په هلیکوپټرونو کې دغې سیمې ته روان شوي دي. د پاکستان ملي تلویزون د الوتکې تصویرونه خپاره کړي چې اور یې اخیستې او کلیوال یې ورڅېرمه راټول شوي دي.

نوموړي وویل په الوتکې کې څلوېښتنه سپاره وو او دوی اوس ډېرې هلې ځلې پیل کړي چې د الوتکې درک معلوم کړي. الوتکه له چترال نه اسلام اباد ته پر لار وه.

خو د سیمې یو پولیس چارواکي، خورشید تانولي، د پاکستان ملي تلویزون ته ویلي چې دا الوتکه په شمال- لویدیځ کې په یو کلي کې لویدلې ده او دوی اوس هڅه کوي چې د پېښې ځای ته ځان ته ورسوي.

د دې خبر نور جزییات وروسته خپریږي

XS
SM
MD
LG