د لاس رسي وړ اتصالات

نامعلومه وسله والو مشهور پاکستانی هنرمند وواژه


د ۴۰ کلن امجد صابري پلار هم قوالي ویونکی و
د ۴۰ کلن امجد صابري پلار هم قوالي ویونکی و

پر امجد صابري د پاکستان د لوی ښار کراچۍ په لیاقت اباد سیمه کې د چهارشنبې په ورځ برید وشو.

د ښار د پولیسو یو مشر ذواالفقار لړک د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلی صابري له خپل ملګري سره په ګاډي کې سفر کاوه، چې نامعلومه موټر سایکل سپرو پرې ډزې وکړې.

ښاغلي لړک وویل صابري په سر په ډزو لګېدلی او وژل شوی دی او د هغه بل ملګری ژوبل شوی دی چې روغتیايي حالت یې ښه نه دی. پولیس د پېښې د علت د معلومولو او بریدګرو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

خو تر دې مخکې په اسلام اباد کې سترې محکمې امجد صابري ته خبرداری ورکړی و، چې په ځینو قوالي سندرو کې یې د اسلام د پیغمبر کورنۍ ته سپکاوی شوی دی.

هغه په ځینو تلویزونو نو کې په خپلو قواليسندرو کې د مسلمانانو د پیغمبر د کورنۍ د ځینو غړو نومونه اخیستي وو، چې په ټولنه کې حساسیت راوپاروه او اړوندو تلویزونونو بیا د دغو خپرونو چلوونکو باندې بندیز ولګوه.

امجد صابري په تلویزونونو، ودونو او نور محفلونو او غونډو کېقوالي سندري ویلي او مشهور قوالي ویونکی بلل کېده.

د ۴۰ کلن صابري پلار، غلام فرید صابري هم د پاکستان مشهور قوالي ویونکی وو.

XS
SM
MD
LG