د لاس رسي وړ اتصالات

د میلیونو ډالرو په ارزښت د جعلي سندونو سوداګر ونیول شو


د ایګزیکټ کمپنۍ د جعلي سندونو له لارې میلیونه ډالره ګټلي دي
د ایګزیکټ کمپنۍ د جعلي سندونو له لارې میلیونه ډالره ګټلي دي

د مشهورې انټرنیټي شبکې مشر شعیب شیخ باندې دا تور دی چې ده د انټرنیټ د لارې په خلکو د نړۍ د یو شمېر مشهورو پوهنتونو جعلي تعلیمي سندونه خرڅ کړي، له دې لارې یې میلیونونه ډالره ګټلي او همدغه یې کاروبار و.

په پاکستان کې د امریکا غږ یو خبریال وايي چې پولیسو د "اېگزېکټ" د انټرنټي شبکې مشر شعیب شیخ له دفتر نه زیات جعلي تعلیمي اسناد او نور مواد هم ترلاسه کړي.

د چارشنبې په شپه د پاکستان د فدرال استخباراتي ادارې مشر شاهد حيات مطبوعاتو ته وويل "نن مونږ ته د دغې کمپنۍ د سندونو د چاپخانې خبر را ورسېد. دغه ځای کې جعلي سندونه، د شاگردانو کارتونه او نور مواد چاپېدل چې اوس ټول د حکومت په قبضه کې دي."

ښاغلی حيات وايي چې نیول شوي ټول مواد یې د یو قاضي په مخکې قرنطین کړل.

چارواکو د ښاغلي شیخ د دفتر نه ترلاسه شوي جعلي تعلیمي سندونه مطبوعاتو ته وښودل چې په کې د مشهورو خارجي پوهنتونو نیکسن، بروکډیل، کیمبل، بیکرویل او هیل نومونه شامل دي.

راپورونه وايي چې دغه شرکت له خلکو سلګونه زره روپۍ اخیستي دي چې جعلي سندونه ورته جوړ کړي، خو د ایگریکټ شرکت په خپلې ویبپاڼې کې پرې لگیدلي تورونه رد کړي او وايي چې دوی د قانون په چوکاِِټ کې کار کاوه.

پولیسو د د ایګزیکټ د شرکت د مشر شعیب شیخ د دفتر کمپیوټرونه او نور مواد هم ضبط کړي دي.
پولیسو د د ایګزیکټ د شرکت د مشر شعیب شیخ د دفتر کمپیوټرونه او نور مواد هم ضبط کړي دي.

​د کراچۍ یوې محکمې شعیب شیخ د نورو تحقیقاتو د پاره پولیسو ته سپارلی او د جون تر څلورمه یې د تحقیقاتو د پوره کولو غوښتنه ېې کړی ده.

تېره اونۍ د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټایمز دا خبر خپور کړ چې د اېگزېکټ په نامه کمپنۍ خلکو ته د جعلي تعلیمي سندونو د ورکولو له لارې میلیونونه ډالر ګټلي دي.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغې کمپنۍ په اړه د پلټنو امر وکړ.

د یادونې وړ ده چې د ایگزیکټ شرکت د بول په نوم د یو نوي تلویزون د جوړیدو کارونه هم روان وو چې په کې ګمارل کیدوونکو ته د میاشتې د سلګونه زره ډالرو د معاش د ورکولو خبره هم کېده.

د پاکستان حکومت په دې جعلي کاروبار سخته ناخوښي ښودلې او ویلي چې په سره په نړۍ کې د پاکستان شهرت ته زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG