د لاس رسي وړ اتصالات

مهاجرو افغان ځوانانو د سولې کاروان جلال اباد ته ورسید


پنجشنې په ورځ په پاکستان کې میشتو یو شمیر ځوانانو د سولې د غږ د اوچتولو لپاره له تورخم څخه کابل ته پلی مزل پیل کړ
پنجشنې په ورځ په پاکستان کې میشتو یو شمیر ځوانانو د سولې د غږ د اوچتولو لپاره له تورخم څخه کابل ته پلی مزل پیل کړ

د پاکستان د خیبر پښتونخوا کې میشتو یو شمېر افغان مهاجرو ځوانانو د سولې د غږ د اوچتولو لپاره نن د پنجشنبې په ورځ (غبرګولی ۳۱ مه) د تورخم له سرحدي ښارګوټې څخه د کابل په لور پلی مزل پیل کړ او اوسمهال د جلال اباد ښار ته رسیدلي دي.

د سولې دغه کاروان، چې د غړو شمېر یې پنځلس کسان وو،د تورخم څخه جلال اباد ته د لارې په اوږدو کې یو شمیر نورو کسان ملګري شول، چې اوس یې شمېر لسګونو ته پورته شوی دی.

د سولې د کاروان غړي وايي، چې غواړي خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د سولې غږ نړۍ ته ورسوي.

مهاجرو افغان ځوانانو د سولې کاروان جلال اباد ته ورسید
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

کاروان سره د خیبر پښتخوا له مېشتو سربېره د جلال اباد او کابل خلک هم ملګري شوي او دغو خلکو سره یو ځای شوي دي.

ددغه کاروان مشر جرنیل پښتون چې اصلآ د افغان د پکیتا ولایت دی خو اوس په پېښور کې ژوند کوي امریکا غږ ته یې وویل:"موږ سره ډېر ملګري وو خو ځینو ملګرو سره پاسپوټونه نه وو نو ځکه هغوی یې بېرته ستانه کړل او موږ راواوښتو، په ځینو ساحو کې پیاده راغلو او ځینو ساحو کې چې امنیتي مشکلاتوو هلته بیا موټرو کې راغلو".

نوموړي وویل غواړي په پاکستان د میشتو افغان کډوالو د سولې غږ نړیوالو ته ورسوي.

د دغه کاروان غړو له ځانونو سره د سولې شعارونه او بینرونه لېږدول.

دوی وویل غواړي کابل ته لاړ شي او د سولې غږ ارګ ته هم ورسوي.

د ننګرهار ولایت کې د مدني ټولنې یو غړی حامد محمودي چې له دغه کاروان سره ملګری شوی وايي" غواړو له دې کاروان سره یو ځای شو او غواړو پیاده کابل ته لاړ شو".
ددغه کاروان ګډونوال وايي د ننګرهار له والي سره ګوري، یو شمېر ولسوالیو
ته ځي او وروسته به کابل ته پلی حرکت کوي.

د هلنمد د سولې د کاروان وروسته دا د سولې دوهم کاروان دی، چې د جګړې پر خلاف او د سولې په پلوۍ د پښو په مزل کابل ته حرکت کوي.

XS
SM
MD
LG