پاکستان نن د هغې ودانۍ ړنگولو ته ادامه ورکوي چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په کې څوکاله اوسیدی او د تیرکال د مې په میاشتې کې د امریکایی ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.
پاکستان پرون په ایبت اباد کې چې پوځي اکاډمي په کې ده ددغه ودانۍ ړنگول پیل کړل.عیني شاهدانو نن وویل د دې ودانۍ د ړنگولو کار نیمایی بشپړ شویدی.
پاکستاني پولیس په سیمه کی ځای په ځای شویدي. بن لادن د خپلو درې ښځو ، ماشومانواو لمسیانوسره څو کاله په دې ودانې کې اوسیدی.
پاکستان د امریکا په حملې چې بن لادن په کې ووژل شو، په قهر شو او د شرمنده ګۍ احساس یې وکړ.