د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې عدالت غواړي


国际特赦标识
国际特赦标识

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له چارواکو غوښتي چې هغه کسان دې محاکمه کړي چې دوه عیسویان یې اسلام ته د سپکاوي په تور نن د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه په عام محضر کې په بې رحمانه ډول ووژل .

سیمه اییزو پولیسو راپور ورکړی چې د قهرېدلو کسانو یوې ډلې د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور ښار څخه د باندې د کوټ رضا کیسان په سیمه کې دغه عیسوي مېړه او ښځه وژلي او جسدونه یې سوځولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان راپور وايي چې د اوازو او ګونګوسو له مخې دغې جوړې یوه ورځ وړاندې قران شریف ته چې د مسلمانانو سپېڅلی کتاب دی، سپکاوی کړی و چې د سازمان په خبره دا ادعا کره نه ده.

د عفوي د نړیوالې ټولنې د اسیا د برخې مرستیال ډیویډ ګریفیت وویل " په پاکستان کې په عام محضر کې دغه وحشیانه وژنه د هغو ګواښونو او زورزیاتي وروستۍ پېښه ده چې اسلام ته د سپکاوي له تور لګولو وروسته ورسره هر څوک مخامخېدلی شي. د دغې پېښې عاملین دې باید محاکمه شي او پاکستاني چارواکي دې باید دا اطمینان ورکړي چې له خطر سره مخامخ اقلیتونه خوندي دي. "

راپورونه وايي د پنجاب چارواکو د پېښې د پلټنې لپاره یوه کمیټه ټاکلې ده او د عیسیویانو د خوندیتوب لپاره یې نور پولیس ګمارلي دي.

XS
SM
MD
LG