د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني عیسوۍ نجلۍ په دوسیه کې ملا په جعل کارۍ نیول شوی


د پاکستان پولیسو یو مسلمان ملا په دې تور نیولی دی چې په یوې عیسوۍ نجلې باندې یې اسلام ته د سپکاوي د تور د لگولو دپاره جعلي شواهد برابر کړي وو.

د پولیسو یوه چارواکي وویل ، دغه ملا پرون په دې تور ونیول شو چې د هغې نجلۍ د سودا په کڅوڼې کې یې د قرآن شریف پاڼې ایښې وې.

پولیسو دغه نجلۍ دوه اونۍ مخکې، هغه وخت ونیوله چې گاونډیان په قهر وو او په اسلام اباد کې د هغې د کور شاوخوا ته راغونډ شوي وو او په هغې یې تورلگاوی چې داسې کاغذونه یې سوزولي چې د قران ایتونه پرې لیکل شوي وو. سبا د دوشنبې په ورځ به په دې باره کې ددې نجلې نه پوښتنې وشي.

د پاکستان د قانون له مخې هرڅوک چې د اسلام او د اسلام د پیغمبر سپکاوې وکړي، هغه مجرم گڼل کیږي او سزا یې مرگ ده.
XS
SM
MD
LG