د لاس رسي وړ اتصالات

د لنډې کوتل په چاودنې کې 25 تنه وژل شوي


د پاکستان په شمال لویدیځه برخه چې د افغانستان سره سرحد، د بم په چاودنې کې لږ تر لږه 25 تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپي شویدي.

دا چاودنه د خیبر ایجنسۍ د لنډیکوتل د بازار د موټرو په تم ځآی کې شویده. او تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی. یو تن عیني شاهد چې د چاودنې پروخت په سیمې کې حاضر ؤ خپل د سترګو لیدلی حال داسې وایي:

" چاودنه ډیره غټه وه او هرې خوا ته لوګی پورته کیده. خلکو هرې خوا ته منډې وهلې او خلک یې ژغورل، وروسته بیا په نږدې دکانونو کې اور هم ولګید."

په تلویزون کې وښودل شوه چې د چاودنې په ځای کې ډیرو موټرو ته زیان رسیدلی او د دکانونو او ودانیو نه لوګي پورته کیدل. خلک هم لیدل کیدل چې ژوبل او مړي یې د روغتون په لور وړل.

د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال محمود شاه چې د پیښور نه یې د امریکا غږ سره خبرې کړیدي، وایي چې د چاودنې بندوبست په خورا احتیاط سره شوی ؤ. او هدف یې دا ؤ چې زیات شمیر خلک وډارول شي.

د پاکستاني او افغان طالبانو په شمول د القاعده د شبکې جنګیالي د پاکستان قبایلي سیمو کې پټ شویدي او مرکزونه لري. دوي د همدغو مرکزونو نه په ګاونډي هیواد افغانستان کې هم د ناټو د ځواکونو پر ضد د بریدونو بندوبست کوي.

پخپله پاکستان هم د دغو ډلو د بریدونو ښکار دی. د دې چاودنې نه یوه اونۍ وړاندې د پیښور په ښار کې په هغه بس باندې د بم چاودنه وشوه چې سرکاري کارکوونکي پکې سپاره ؤ او 19 تنه پکې ووژل شول.

برید جنرال شاه محمود همدارنګه وایي چې په قبایلي او د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې روان تشدد پدې خاطر ادامه لري چې د پاکستان پوځ د دغو جنګیالو د پاکولو لپاره هلې ځلې پیل کړیدي.

" شپږ میاشتې کیږي چې د د ې سیمو په شاوخوا کې ستر پوځي عملیات روان دي او عسکر دغو سیمو پلي روان دي نو په همدې خاطر عملیات کې زیات سوکه ښکاري. "

د امریکا متحده ایالات پاکستان پدې ملامتوي چې د جګړه مارو ډلو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات نکوي خو جنرال شاه محمود بیا وایي چې هیواد یې پدې برخې کې پوره کوښښ کوي.

" پاکستان پخپلې طریقې لګیا دی د جګړه مارو ډلو په خلاف په ډیره اغیزمنه توګه جګړه کوي خو ښآیي چې نړۍ به ترینه خبره نه وي. "

جنرال شاه محمود وایي د پوځي مشرانو سره نږدې اړیکې لري او وایي چې په تازه جګړو کې د الجزایر او سوډان اتباع هم په قبایلي سیمو کې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG