د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان حکومت په غوښتنه افغانستان سره خپل سرحد تړلی


پاکستان حکومت د اففان حکومت په غوښتنه د تورخم او د سبين بولدک سرحد د دوو ورځو لپاره تړلی دی.
پاکستان حکومت د اففان حکومت په غوښتنه د تورخم او د سبين بولدک سرحد د دوو ورځو لپاره تړلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان سره یې په تورخم او چمن – سپین بولدک کې خپل سرحد د جمعې او شنبې په ورځو د افغان حکومت په غوښتنه تړلی دی.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په خاطر یې له تېر ماښام راهیسې د تورخم لاره او دروازه د هر ‌‌‌‌‌‌ډول موټرو او خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل:''پنجشنبې ورځې له ماښام څخهد راتلونکېیکشنبې تر سهاره پورې به چې د تلې ۲۹مې نیټې سره سمون خوري،د تورخم لویه لاره د هر ډول مسافرینو او وسایطو پر مخ تړلي وي''

نوموړی وايي چې دا کار یې د ټاکنو د ښه تر سره کېدو او امنیتي خونديتوب په خاطر کړی دی.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي هم له دغې چارې خوشاله دي او وايي ښه ده چې لار وتړل شي تر څو کومه امنیتي پېښه رامنځ ته نه شي.

د عبد الحق په نوم د جلال اباد ښار اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل:'' موږ غواړو چې ټول سرحدونه کلک وتړي، ځکه موږ ته ‌‌‌‌‌‌‌ډېر مشکلات له همدغو ګاون‌‌‌‌‌‌ډیانو راپېښ دي''ږ

په سپین بولدک کې هم مسافر وايي، افغان حکومت د سپین بولدک – چمن سرحد تړلی دی.

ټاکل شوې ده چې سبا ورځ به له غزني پرته ټول افغانستان کې خلک د پالماني ټاکنو لپاره رایه اچونه کې برخه واخلي.

ننګرهار کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر وايي ټولو ولسوالیو ته یې ټاکنیز مواد لېږدولي خو د ننګرهار له دوه ویشتو ولسوالیو څخه درې یې، حصارک، پچیراګام او خوږیاڼو ولسوالیو کې تهدیدات لوړ دي.

وسله والو طالبانو هم سبانیو ټاکنو کې د بریدونو د کولو خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG