د پاکستان د استخباراتو مامورین وایي چي د دغه هېواد په شمال لویدیځ کي د دامرېکا د بې پیلوټه الوتکو په دوو حملو کي لږ تر لږه ١٥ کسان وژل شوي دي،چې زېاتره ېې گومان کېږی طالبان وو.
پاکستانی چارواکو وویل چي دغه حملې پرون د شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کي وشوي.
دجمعې په ورځ هم په شمالی وزېرستان کي د بی پېلوټه الوتکې په یوه حمله کي ٥ کسان وژل شوي وو.
په دې سیمي باندي امریکا زیاتره د بی پېلوټه الوتکو په وسېله د توغوندیو حملې کوي. ویل کیږي چې په شمالی وزېرستان کي د طالبانو او القاعدې مشران پټ شوی دي.