د لاس رسي وړ اتصالات

بې پیلوټه الوتکې درې تنه جګړه ماران وژلي دي


په پاکستان کې مامورین وایي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د افغانستان سرحد ته نژدې حمله کړیده درې جگړه ماران یې وژلي دي.

دغه مامورین وایي د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې توغندی نن د یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د میران شاه په ښار کې چې د القاعدې او د طالبانو یو قوي مرکز بلل کیږي لگیدلی دی.

پاکستان په واري واري د امریکا د ډرون الوتکې حملې په خپلې خاورې تیری بلي. خو امریکایي مامورینو ویلي دي چې د جگړه مارانو د ماتولو دپاره د بې پیلوټه الوتکې حملې ضروری او مهمې دي.
XS
SM
MD
LG