د پاکستان سترې محکمې ددغه هیواد د پارلمان د غړو نه غوښتي دي چې که د بل هېواد تابعیت لري هغه دې څرگند کړی ځکه کیدای شی خپلې څوکۍ بایلوي. په ایالتي او فدرالي سطحه د وخته ، نږدې لس دوولس کسه وکیلان لیري شویدی، او ښایی دا به یې پیل وي.
ددغو انکشافاتو نه داسې ښکاري چې په پاکستان کې د انتخاباتو د وخت نه مخکي د قدرت مبارزه کیدی شي د دې اوسني حکومت نه هم یو ضعیف حکومت منځ ته راوړي.
دغه جنجال همدغه راز ، په دې ملک کې په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کی د جگړې لمن غونډوي او د اسلامی افراطیانو سره په جگړه کې پاکستان ورته ډیر مهم دی، سیاسي بې ثباتي لا زیاتوي.
د پاکستان سیاسي تحلیگر حسن عسکری رضوی واییي ستره محکمه د ټولو امکاناتو نه کار اخلي چې خپل قدرت وغزوی. دا به یوه ډیره جدي مسله وي او دا امکان شته چې مختلف سیاسي گوندونه د خپل ځان د ژغورلو دپاره یو لاس شي چې د پارلمان له لارې یوه قانوني لایحه تصویب کړي.
ماهران د هغه قانون سره موافق دي چې هغه پاکستانیان چې د نورو ملکونو تابعیت لري، د پارلمان دغړیتوب نه منع کړي. د پاکستان د نورو ستونزو با وجود د تیرو څو کالونو راهیسې دغه قانون نه دی عملی شوی.
د 1990 او 2000 کالونو په دوران کې کله چې په پاکستان کې نظامي کودتا وشوه، او نورې سیاسي ناکرارۍ رامنځ ته شوې، زیاتره پاکستاني منورین اوعالمان برتانیی، امریکا ، استرالیا او نورو هیوادونو ته ولاړل او ځنو تابعیت واخیستی.
په دوه زره او اتم کال کې د ملکي حکومت په جوړیدو زیاتره بیرته پاکستان ته ستانه شول او غواړی چې پارلمان ته کاندید شي.