د لاس رسي وړ اتصالات

اسفندیارخان: د ټاکنو ځنډول به خطرناکې پایلې ولري


 اسفندیار ولي خان: که حالات هر څومره خراب شي د ټاکنو څخه نه په شا کیږو.
اسفندیار ولي خان: که حالات هر څومره خراب شي د ټاکنو څخه نه په شا کیږو.

اسفندیار ولي د سې شنبې په ورځ (د جولای ١٧) په صوابۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل"زه ټولو قوتونو ته وایم که په هره وجه انتخابات ونه شول نو تاسو به دپ اکستان دومره لویې تاوان وکړئ چې د هغې به تاسو تصور هم نه شئ کولی"

داسفندیار ولي خان ترڅنګ دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو هم داسې اندېښنې ښکاره کړي چې پاکستان کې په ۲۵م جولایي د کیدونکو ټولټاکنو د ځنډولو هڅې روانې دي.

که څه هم د پاکستان سیاسي مشران د ټولټاکنو د ځنډولو په هڅو کې د چا نوم نه اخلي خو څيړونکي وایي چې د سیاستوالو اشاره د هیواد پیاوړي اداره، پوځ ته ده اؤ په دې ویره کې دي چې گواکې د وضعیت د نا امنه کولو سره به پوځ ټولټاکنې وځنډوي.

خو د پاکستان پوځ‌ بیا ټینگار کوي چې راتلونکې ټولټاکنې به پخپل ټاکلي وخت او په شفافه ډول ترسره شي.

بل خوا د پاکستان او افغان چارواکو تر منځ په یوه ګډه غونډه کې پرېکړه شوې، چې په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو په مهال به چمن ته نږدې له افغانستان سره ګډه پوله درې ورځې تړلې وي.

د چمن سوداگرو پر دې پرېکړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د پولې تړل به د دوی تجارت ته سخت تاوان وسوي.

د چمن یوه سوداگر امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "د ورځې له پینځلس تر شل زرو کسان د پولې یوې بلې خواته ځي خپل روزګار کوي، موږ له حکومته غواړو چې دغه فیصله دې ژر تر ژره بیرته واخلي، د انتخاباتو لپاره دې یوه ورځ سرحد بند کړي موږ یې هرکلی کوو".

د چمن مرستیال کمیشنر طفېل احمد بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې پوله به د جولای پر ۲۴، ۲۵ او ۲۶ د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره تړلې وي.

XS
SM
MD
LG