د لاس رسي وړ اتصالات

عوامي ګوند: فیصلې له مخکې شوي؛ د پاکستان انتخابات به آزاد نه وي


د چارو شنونکي په انتخاباتو کې د پوځ مداخلو او په ټاکنو کې د هغو کسانو حضور اندېښمن کړي دي چې له ترهګرو سره اړیکه پالي
د چارو شنونکي په انتخاباتو کې د پوځ مداخلو او په ټاکنو کې د هغو کسانو حضور اندېښمن کړي دي چې له ترهګرو سره اړیکه پالي

د ملي عوامي ګوند چارواکي وایې چې د پاکستان عمومي انتخابات به له درغلیو ډک وي او خلک به ونشي کړای چې په آزاده توګه خپله رایه وکاروي.

د ګوند مرستیالې بُشرا ګوهر له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې په ټاکنو کې د یوه خاص ګوند او ځېنو نوماندانو د کامیابۍ لپاره له مخکې نه فېصله شوې ده.

د پاکستان عمومي انتخابات د چهارشنبې په ورځ (جولائ ۲۴) کیږي. اوسمهال په ټول پاکستان کې ټاکنیز کمپاینونه رسماً پای ته رسیدلي دي. د ملي اسامبلې او د څلورو ایالتونو د محلي مجلسونو لپاره له ۱۲۰۰۰ څخه زیات کسان درېدلي دي. ډیری نوماندان د پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ او د تحریک انصاف ګوندونو غړي دي.

میرمن ګوهر دې ته په اشارې چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د آزادو ټاکنیزو سیالیو زمینه برابره شوې نه ده، وویل چې د عمران خان په مشرۍ د "پي ټي آئ (د پاکستان د تحریک انصاف ګوند) او ورسره د نورو خپلواکو نوماندانو" د کامیابۍ لپاره کار شوی دی.

د پاکستان د ټاکنو د نتایجو تر اعلان وروسته، دا به دویم ځل وي چې ددغه هېواد په ۷۰ کلن تاریخ کې د انتخاباتو له طریقه له یوه ملکي حکومت څخه بل حکومت ته اقتدار انتقالېږي.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون په غوښتنه په ټول هېواد کې د رای ورکولو د څه باندې ۸۵۰۰۰ مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره ۳۵۰۰۰۰ پوځیان ګمارل شوي دي.

د چارو شنونکي په انتخاباتو کې د پوځ مداخلو او په ټاکنو کې د هغو کسانو حضور اندېښمن کړي دي چې له ترهګرو سره اړیکه پالي.

دوي وایې چې روانې مداخلې به نه یواځې دا چې پاکستان له دوامدارې بې ثباتۍ څخه ونه ژغوري، بلکه د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اړیکې به لاپسې خړې پړې کړي.

XS
SM
MD
LG