د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان انتخابات به څوک وگټي؟


د پاکستان عمومي انتخابات به د روانې میاشتې په ٢٥ نیټه وشي. په پاکستان کې دوه سیاسي گوندونه داسې دي چې د هغوي ترمنځ به سخته سیالي وشي چې یوه یې د مسلم لیگ نواز او بل د تحریک انصاف گوندونه دي.

سرویگانې څه وایي؟

د پاکستان د انتخاباتو په اړه د ځینو وروستیو نظر پوښتنو په اساس د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند د نورو گوندونو نه مخکې ښکاري.

د عامه افکارو څیړنیز مرکز (IPOR) یوه سروې چې د پنجاب په مختلفو سیمو کې یې ترسره کړیده وایي چې د دی باوجود چې د مسلم لیگ نون گوند د اداري فساد د قضیو سره مخ دی او سخت فشار پرې موجود دی خو بیا هم د پنجاب په صوبه کې زیاتره خلک د دغه گوند ملاتړ کوي.

دغه سروې وایي چې د مسلم لیگ گوند د تیرو پنځو کلونو په مودې کې د ولس ترمنځ محبوبیت ٢ په سلو کې زیات شویدی، د دغه په پرتله د تحریک انصاف گوند چې په ٢٠١٣ کال کې یې ١٩٪ ولس ملاتړ کاوه، اوس دغه شمیر ٣٠٪ ته رسیدلی دی خو بیا هم د مسلم لیگ د گوند نه شا ته دی.

د پلس مرکز د یوې سروې په اساس د پاکستان تحریک انصاف گوند په پاکستان کې محبوبیت د نورو ټولو گوندونو په پرتله زیات دی. دغه سروې وایي چې د تحریک انصاف گوند په ټول ملک کې ٣٠٪ او د مسلم لیگ گوند بیا ٢٧٪ ملاتړ لري.

د مختلفو سرویگانو په اساس دغه دواړه گوندونه به سخته مقابله ولري او امکان دی چې دواړه د حکومت جوړولو لپاره د نورو گوندونو سره ائتلاف ته ضرورت ولري.

کارپوهان څه وايي؟

دا د پاکستان په تاریخ کې لمړنې ځل دی چې پرله پسې درې منتخب حکومتونو خپله د حکومت پنځه کلنه دوره پوره کړله.

د پاکستان په پوځي او استخباراتي ادارو تور دی چې غواړي د خپلې خوښې حکومت رامنځته کړي.

د پېښور په پوهنتون کې د سیاست د مطالعاتو په مرکز کې پروفیسره نورین نصیر وایي چې "دی ځل به کوښښ دا دې چې یو داسې حکومت رامنځته شي چې ډیر ضعیفه وي او یو سیاسي گوند هم دومره زیاتې څوکۍ و نه گټي چې د خپلې خوښې قوانین جوړ کړي. "

په واشنگټن ډي سي کې ازاد خبریال سراج اکبر امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان پوځ کوښښ کوي چې عمران خان دی ځل له د صدراعظم په توگه راولي او هغه ته لوی خطر د مسلم لیگ نون گوند دی. هغه وویل "پخوا به د پاکستان پوځ پټ په پټه یو کاندید او یا د یو گوند ملاتړ کاوه خو اوس یې دا کار ډیره په بی شرمۍ د خلکو دمخه شروع کړیدی. د پاکستان د مسلم لیگ د گوند ضد یې هر هغه څه وکړل چې په وس کې یې یو. کوښښ دا دی چې عمران خان یې وگټي."

په پاکستان کې دا لمړنی ځل ندی چې د انتخاباتو په دوران کې په پوځ دا ډول نیوکې کیږي. د دی نه مخکې هم پوځ د دا ډول نیوکې شویدی.

ملک سراج اکبر زیاتوي "د ٢٠٠٢ کال انتخابات هم دا ډول و. مشرف ټول ملایان رایوځای کړل. یوه نوی سیاسي گوند د مسلم لیگ ق گوند یې جوړ ړکړ او د خپلې خوښې خلک یې راوستل."

د پاکستان یو بل سیاسي څیړونکی امتیاز گل وایي چې د پاکستان تحریک انصاف گوند به په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې زیاتې څوکۍ وگټي

د پېښور ازاد خبریال رحیم الله یوسفري امریکا غږ ته وویل چې ممکن ده دی ځل له په هره صوبه کې د مختلفو سیاسي گوندونو حکومت جوړ شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG