د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: نور د دې فاسد نظام برخه نه پاتې کیږو


عمران خان په راولپنډۍ کې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کوله.
عمران خان په راولپنډۍ کې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کوله.

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان ویلي چې ګوند یې پریکړه کړې چې د ګڼ شمیر ولایتي اسمابلیو د څوکیو څخه په ډله ایزه توګه استعفا وکړي. دا د دې هیواد په سیاسي ګډوډیو کې چې د څو میاشتو راپدیخوا روانه ده، یو بل مهم بدلون دی.

له واکه لرې کړای شوي صدراعظم دا ناڅاپي سیاسي اقدام شنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۵) په راولپنډۍ کې خپلو زرګونو پلویانو ته د وینا پر مهال اعلان کړ.

هغه وویل، "مونږ به نور د دې نظام برخه نه اوسو. پریکړه مو کړې چې ټولې اسامبلۍ ترک کړو او د دې فاسد نظام څخه ووځو".

مخکني صدراعظم پخپلو خبرو کې وویل چې ډیر ژر به د تحریک انصاف ګوند د جګپوړو غړیو سره وویني او د ګوند د ټولو غړیو لپاره به مهال ویش وټاکي چې په ډله ایزه توګه د ولایتي اسامبلیو څخه استعفا وکړي.

عمران خان د دې اقدام تر څنګ اسلام آباد ته خپل اوږد لاریون هم پای ته رسولی.

نوموړي چې د وسله وال برید په نتیجه کې له ټپي کیدو یوه میاشت وروسته د لومړي ځل لپاره خبري کولې وویل چې دا لاریون یې د ویجاړۍ د رامنځ ته کیدو له ویرې لغوه کړی دی.

عمران خان وویل: "ما پریکړه وکړه چې اسلام اباد ته ولاړ نشم ځکه پوهیږم چې ویجاړۍ به رامنځ ته شي او تاوان به هیواد ته ورسیږي."

د روان کال په اپریل میاشت کې د پارلمان له خوا د عدم اعتماد رایې وروسته، عمران خان او د هغه پلویانو د پاکستان په بیلابیلو برخو کې پراخې مظاهرې کړي چې عمده هدف یې له وختې مخکې ټاکنو د ترسره کیدو په هدف پر حکومت د فشار راوستل دي.

ټاکل شوې وه چې دغه مظاهرې په اسلام اباد کې پای ته ورسیږي، خو رویترز خبري اژانس لیکلي چې مظاهرې پر اټومي وسلو د سمبال هیواد د سیاسي نارامنیو د زیاتیدو لپاره تهدید هم ګڼل کیده، هغه هیواد چې له وړاندې له اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې عمران خان یې مشري کوي، د دې هیواد د څلورو ولایتونو څخه د دوو کنټرول یې په لاس کې دی. دا ګوند د ګلګیت-بلتستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په اسامبلیو کې هم اکثریت څوکۍ لري.

د ښاغلي خان ګوند د ملي اسامبلې څخه هم وروسته تر هغه استعفا وکړله چې دی د عدم اعتماد د رایو له مخې بې واکه او پر ځای یې شهباز شریف صدراعظم وټاکل شو.

سره لدې چې عمران خان غوښتل اسلام آباد ته د اوږد لاریون له لارې غواړي په حکومت فشار راوړي چې د وخت نه وړاندې انتخابات وکړي خو حکومت د ښاغلي خان دا غوښتنه رد کړې او ویلي چې عمومي انتخابات به د ټاکلې نیټې سره سم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې کیږي.

XS
SM
MD
LG