د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په پاکستان کې ۱۰۰۰ تنه مړه کړي - چارواکي


د پاکستان چارواکي وايي، ددغه هېواد په ډیرو سیمو کې د سختو موسمي بارانونو له امله راوتلو سیلابونو د جون له نیمایي راهیسې نږدې ۱۰۰۰ کسان وژلي، په زرګونو نور یې ټپیان او بې ځایه کړي، او د پاکستان اقتصاد ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د کال دا فصل چې په پاکستان کې د کرهنیزو حاصلاتو را ټولولو وخت دی، درنو بارانونو او سیلابونو په خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې نه یوازې کلي او کورونه ویجاړ کړي، بلکې په ثمر رسیدلي فصلونه او باغونه یې هم سخت ځپلي دي.

کې د سند ایالت په سکر کې سیلابونو کروندګرو ته درانه زیانونه اړولي دي. دوی په وروستیو سېلابونو کې نه یوازې خپل فصلونه له لاسه ورکړي بلکې څاروي یې هم له منځه تللي دي چې ددغې سیمې په اقتصاد کې مهم رول لري.

بشیر احمد د سکر کروندګر دی، وايي، سیلابونو یې نه یوازې کور ویجاړ کړی بلکه د پنبې، ګنیو او خرما حاصل ته رسېدلي فصلونه یې هم وړي دي چې دوی به ورباندې بسته کال ګزاره چلوله.

د سند په حکومت کې د کرهنې چارواکي وايي سند، پنجاب او بلوچستان د کرنې لپاره تر ټولو مهم دي. په دغو سیمو کې پنبه او وریجې کرل کیږي. دا درې واړه ایالتونه د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي، په ځانګړې توګه سند او بلوچستان.

د کرهنېزو چارو کارکونکی، سید امتیاز علي شاه وايي، د پاکستان اقتصاد په کرهنې پورې تړلی بولي. هغه وویل: : "په سند، پنجاب او بلوچستان کې فصلونه له منځه تللي دي. له دې امله به د پاکستان اقتصاد زیانمن شي. هره ورځ زمونږ روپۍ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. له دې سره به نور هم ارزښت له لاسه ورکړي ځکه چې مونږ اوس نه د خوړلو لپاره خواړه لرو او نه د راتلونکي فصل لپاره تخم".

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شنبې په ورځ له مرستو سره یو ځای د سند په ایالت کې سیلاب ځپلو سیمو ته ورغلی و.

هغه زیانمنې شوې سیمې وکتلې او له هلیکوپتر څخه یې اړمنو خلکو ته خورکي توکي او د لومړنیو اړتیاو نور مواد وغورځول.

ښاغلي شریف په دغه هیواد کې سیلاب ځپلو ته د رسېدو لپاره د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې ده.

سږکال پاکستان په ځانګړې توګه د سختو بارانونو سره مخ شوی دی چې دغه وضعیت د پاکستان حکومت اړ کړ چې بېړنی حالت اعلان کړي.

ملګرو ملتونه وايي چې په پاکستان کې سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو دپاره یې ۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

XS
SM
MD
LG