د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په پاکستان کې ۳۳ میلیونه خلک اغېزمن کړي


ځینې کارپوهان وایي چې د هوا حالات د نړیوالې تودوخې نښې نښانې څرګندوي او پاکستان هم د اقلیمي بدلونونو له سخت خطر سره مخامخ دی.
ځینې کارپوهان وایي چې د هوا حالات د نړیوالې تودوخې نښې نښانې څرګندوي او پاکستان هم د اقلیمي بدلونونو له سخت خطر سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش وایي چې راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر کوي څو د سیلابونو له کبله د رامنځته شویو زیانونو جاج واخلي.

سیلابونو، سړکونه ویجاړ کړي او ځمکه یي په بل مخ اړولې. پاکستان په تېرې یوې لسیزې کې د طبیعي پېښو له کبله سخت زیانونه ګاللي. سږنیو سیلابونو زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د جون میاشتې راپدې خوا سختو بارانونو او سیلابونو څه باندې ۳۳ مېلیونه خلک اغېزمن کړي، تر ۱۲۰۰ زیات کسان یي وژلي، زرګونه هکتاره کرنېزه ځمکه یي ویجاړه کړې، ۷۰۰ زره څاروي یي وژلي او لږترلږه یو مېلیون کورونه یي نړولي یا زیانمن کړي دي.

ددغه هېواد په ډیرو برخو کې سیلاب ځپلي چې کورونه یې نړېدلي دي، ناهیلي شوي او وايي بې سرپناه پاتې دي.

خلکو لویو لارو او یا موقتي ځایونو ته پناه وړې ده. د پاکستان یوه په دریمه برخه خاوره تر اوبو لاندې ده.

یوه کس چې کور یې د سیلاب اوبو وړی او اوس له خپلې کورنۍ سره د سرک غاړې ته اوسیږي، وویل: "که دلته یوه عادي سرپناه هم وای نو موږ به له خپلو ماشومانو سره پر سړکونو کې نه اړول".

یوه بل سیلاب ځپلي کس وویل: "موږ څه نلرو. کور مو وران شوی دی. زموږ غنم او نورې غلې دانې په اوبو لاهو شوې. موږ یوازې خپل ځانونه وژغورل او اوس په سړکونو کې ناست یو".

ځینې کارپوهان وایي چې د هوا حالات د نړیوالې تودوخې نښې نښانې څرګندوي او پاکستان چې ۲۳۰ مېلیون وګړي لري، د اقلیمي بدلونونو له سخت خطر سره مخامخ دی. د پاکستان حکومتي چارواکي هم ستونزه په اقلیمي بدلونونو کې ویني.

د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې، د اروپا د فضايي څېړنو اداره وایي چې د معمول برخلاف دا ځل په پاکستان کې لس چنده زیات ورښتونه شوي دي.

سږکال د هوا د تودوخې له کبله هم پاکستان زیانونه ګاللي وو. دغه هېواد کې ډېر برف کوچونه هم راځي. کارپوهان وایي چې کنګل ماتېږي او لدې کبله د سیلابونو شمېر هم زیات شوی دی.

د پاکستان د اقلیمي بدلون وزیره شیري رحمان وايي چارواکي بې وسه دي.

هغې یاته کړه: "دا وخت باید د هوا پېژندنې لوېې ادارې پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي. د نړۍ تودوخه د تمې خلاف زیاته شوې".

ځینې بیا پدې باور دي چې د ځنګونو د وهلو، د ناسمو زېربناوو او د پېښو د ناسم مدیریت له کبله زیات زیانونه اوښتي.

پاکستان کې یو روغتیايي ناورین په خپرېدو دی. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د ورښتونو له کبله پاکستان کې بېړنی حالت اعلان کړی او د ۱۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه یي کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تېدورس ادهانوم وویل:‌ "روغتیايي زېربناوو ته د زیان، د روغتیایي کارکونکو د کموالي،او د محدودو روغتیایي وسایلو له کبله، ماشومان او امیندوارې میندې له خطر سره مخامخ دي".

هر کال په اوړي کې په پاکستان کې موسمي ورښتونه زیات وي خو دا ځل ورانی پکې زیات و.

د چارواکو د اټکل له مخې د طبیعي پېښو له کبله پاکستان ته لس میلیارد ډالر زیان رسیدلی دی.

سیلابونو د پاکستان اقتصاد چې له پخوا یي وضعیت خراب دی، لاپسې زیانمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG