د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بهرنیو رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه لګولي

د خبریالانو د ساتنې کمېټه (CPJ) وايي، پاکستان پر خبریالانو نوي پراخ محدودیتونه وضع کړي چې له مخې یې په دغه هېواد کې د نړیوالو رسنیو خبریالان، د هغوی سیمه ایز همکاران او د رسنیزیو نور کارکونکي باید د اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ څخه بهر د خبري فعالیتونو لپاره له حکومت څخه اجازه ترلاسه کړي.

CPJ د پنجشنبې په ورځ، د اګست پر شپږمه، د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې دغه مقررات لغوه کړي او ویې ویل چې نوي محدودیتونه ښايي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وروستیو ناکراریو په اړه د خپلواکو راپورونو مخه ونیسي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له خوا د "بهرنیو رسنیو او په پاکستان کې د هغوی د همکارانو د اسانتیا لارښوونې – ۲۰۲۶" تر عنوان لاندې خپاره شوي پنځه مخیز مقررات د نړیوالو رسنیو پر کارکوونکو د ثبت، اعتبار او سفر لپاره نوي شرایط ټاکي.

د نوي مقرراتو مهم موارد

د CPJ په وینا، د دغو مقرراتو له مخې هغه بهرني او پاکستاني خبریالان چې له نړیوالو رسنیو سره کار کوي، د اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ څخه بهر د رسمي دندو او خبري فعالیتونو لپاره باید د پاکستان د اطلاعاتو وزارت څخه د "نه اعتراض سند" یا NOC ترلاسه کړي.

په دې مقرراتو کې یوازې بهرني خبریالان نه دي شامل، بلکې د نړیوالو رسنیو پاکستاني خبریالان، آزاد خبریالان، کارکونکي هم باید له حکومت سره ثبت او د رسنیز فعالیت لپاره اعتبار ترلاسه کړي.

د مقرراتو له مخې، که چیرې چارواکي یې فعالیتونه د پاکستان د "ایډیالوژۍ، ملي حاکمیت، امنیت یا عامه نظم" خلاف وبولي، د پاکستان چارواکي کولی شي د خبریالانو اعتبار یا د رسنیو د فعالیت اجازه وځنډوي یا لغوه کړي. دغه کميټه وايي، د دغو اصطلاحاتو پراخ تعریف کولی شي د خبریالانو پر خپلواکه فعالیت فشار زیات کړي.

حتی بهرني خبریالان چې د تفریح لپاره د کشمیر ته نږدې د اېبټ‌اباد یا مري ښارونو ته سفر کوي، باید د نه اعتراض سند غوښتنه وکړي.

د کشمیر ناکرارۍ او د رسنیو محدودیتونه

دا نوي مقررات په داسې وخت کې معرفي شوي چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د انتخاباتو او سیاسي اعتراضونو پر سر تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

د خبریالانو د ساتنې کمیټه وايي، د پاکستان حکومت په وروستیو ورځو کې د کشمیر د انتخاباتو او اعتراضونو په اړه د نړیوالو رسنیو پر راپورونو نیوکې کړې دي. حکومت پر الجزیرې د "ژېړ ژورنالیزم" یا احساساتي او مبالغوي خبریالۍ تور لګولی او په پاکستان کې د دې شبکې وېب‌پاڼې ته لاسرسی هم محدود شوی دی.

د دې کمیټې په وینا، پاکستاني چارواکو په کشمیر کې د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتونکو اعتراضونو پر راپور ورکولو هم محدودیتونه لګولي، په داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو او د پولیسو د زور کارولو راپورونه خپاره کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د جولای په ۲۷مه د انتخاباتو له پیل وړاندې په کشمیر کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي وو.

رویټرز هم راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ هغو بهرنیو رسنیو ته چې د راپور ورکولو رسمي اجازه یې نه لرله، امر کړی چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر څخه ووځي. دا اقدام د سیمې د انتخاباتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او د رایې ورکولو د بایکاټ کوونکو مظاهره‌چیانو ترمنځ له مرګ‌ژوبلې ډکو نښتو وروسته شوی دی.

د پاکستان د حکومت دریځ

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، نوي مقررات د بهرنیو رسنیو د فعالیت د محدودولو لپاره نه دي جوړ شوي، بلکې هدف یې د بهرنیو رسنیو د ثبت، اعتبار او فعالیت لپاره "روښانه، شفافه او د حساب ورکولو وړ چوکاټ" رامنځته کول دي.

د وزارت په وینا، دغه مقررات د خبریالانو پر تګ راتګ عمومي بندیز نه لګوي، بلکې له اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ څخه بهر د خبري سفرونو لپاره د حکومت د اجازې بهیر روښانه کوي.

د پاکستان حکومت همدا راز ویلي چې د بهرنیو خبریالانو د سفر د اجازې اړتیا له پخوا موجوده وه، خو نوي مقررات د دې بهیر د ثبت او تنظیم لپاره وضع شوي دي. د خبریالانو او د بشري حقونو د ډلو غبرګون

د CPJ د افغانستان او پاکستان استازي، ولی‌الله رحماني، ویلي چې نوي مقررات به پاکستاني چارواکو ته زمینه برابره کړي چې د نړیوالو رسنیو پوښښ نور هم محدود کړي او خبریالان له دې وډار کړي چې د هېواد له درېیو لویو ښارونو څخه بهر په خپلواک ډول راپورونه چمتو کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) هم د دغو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا مقررات د خپلواکو راپورونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او د خبریالانو د ځان‌سانسورۍ خطر زیاتوي. د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې دغه مقررات ښايي د خبرونو د راټولولو په بهیر کې اداري کنټرول نور هم پراخ کړي او د عامه اهمیت پر موضوعاتو د خپلواکو راپورونو مخه ونیسي

د پاکستان فدرالي اتحادیې د خبریالانو هم دغه اقدام د بیان د آزادۍ پر وړاندې «برید» بللی او ویلي یې دي چې دا به د بهرنیو خبریالانو او له نړیوالو رسنیو سره د کار کوونکو پاکستاني خبریالانو فعالیت ستونزمن کړي

ځینو نړیوالو رسنیو هم د پاکستان د نوي مقرراتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بي‌بي‌سي ویلي چې د نویو محدودیتونو له امله «سخته اندېښمنه» ده او د مقرراتو د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده. فایننشل ټایمز هم ویلي چې د خبریالانو د آزاد او خپلواک راپور ورکولو له حق څخه ملاتړ کوي. رویټرز ویلي چې خبریالان باید وکولای شي، هر ځای چې وي، په آزاد ډول خبرونه راپور کړي.

د خبریالانو د نیول کېدو قضیې

د خبریالانو د ساتنې کميټه وايي، د کشمیر د ناکراریو په تړاو پر خبریالانو فشارونه یوازې تر نوي مقرراتو محدود نه دي.

د خبریال سید فرهاد علي شاه په اړه د CPJ د معلوماتو له مخې، نوموړي د جولای پر ۲۸مه وروسته له هغې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ چې له یوې میاشتې زیات وخت له کوم رسمي تور پرته په توقیف کې و.

CPJ همداراز وايي چې خبریالان رازي طاهر او محمد سیف د اګست پر لومړۍ نېټه د پولیسو له خوا له نیول کېدو وروسته ورک دي. د دغو خبریالانو د راپورونو تمرکز هم په کشمیر کې پر وروستیو ناکراریو و.

د پاکستان د رسنیو د آزادۍ وضعیت

پاکستان په ۲۰۲۶ کال کې د «خبریالانو د آزادۍ د شاخص» په درجه‌بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۵۳م ځای لري او د رسنیو د آزادۍ وضعیت یې د «ډېر جدي» په کټګورۍ کې شامل شوی دی. د رسنیو د فعالیت لپاره د سفر اجازه، د خبریالانو ثبت او اعتبار، حساسو سیمو ته د لاسرسي محدودول او د رسنیو د اعتبار د لغوه کولو پراخ صلاحیتونه د خبریالانو د سازمانونو په وینا، د خپلواکې خبریالۍ لپاره د فشار نوی پړاو رامنځته کولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG