د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د هلیکوپټر د غورځیدو له امله دپیلوماټان وژل شوي


دا یوه روسي پوځي اېم ای ۱۷ ډوله هلیکوپتر وه
دا یوه روسي پوځي اېم ای ۱۷ ډوله هلیکوپتر وه

د پاکستان پوځ ویلې، چې د جمعی په ورځ یو هیلیکوپټر چې بهرینې او محلې جگپوړی چارواکې په پکشی سپاره وو او د هیواد شمال ته تلل په یو پوځي ښوونځي راولویده او د ١٩ سپرلیو څخه یې لږ تر لږه ٧ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې په اسلام اباد کې د فلیپین او د ناروي سفیران او د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو میرمنې او د عملې دری غړي شامل دي. د پاکستان هواېېي ځواک واېي چې د هلیکوپټر د پرزیدو لامل تخنیکي ستونزه وه.

چارواکي واېي ١٢ مسافر چې زیاتره یې ډیپلوماټان دي او په دغه پیښې کې ټپي شویدي، په محلي روغتون کې د درملنې لاندې دي.

پاکستاني چارواکي واېي، دغه روسي پوځي اېم ای ۱۷ هيليکوپټر د گلگت د غرنې سیمې څخه نلتر ته روان و چې سقوط یې وکړ.

په پېښه کې د هالېنډ او پولېنډ، د مالیزیا او د اندونیزیا سفيران هم ژوبل دي. چارواکي واېي، د هیلیکوپټر د سقوط پر مهال په ښوونځي کې ماشومان نه وو.

د پاکستان د بهرینو چارو سکرټر اعزاز چوهدري په پیښې خواشيني ښودلې ده. دغه وزارت ویلي چې دغه بهرینې ډیپلوماټان او د کورنیو غړي او ځینې پاکستاني چارواکي له دې مخی د اسلام اباد څخه په سي اون ٣٠ الوتکې کې گلگت ته وړل شوي وو او له هغه ځای بیا نلتر ته په څلورو هیلیکوپټرو کې د درې ورځني سیل دپاره روان وو.

هغه وویل "کله چې هیلیکوپټر د کښته کیدو ځای ته ورنږدې شوه نو په ماشین کې د نقص له وجې دا بدمرغه پیښه رامنځته شوه. د پاکستان ټول مشرتابه، د پاکستان ټول خلگ د دې بدمرغې پیښې له وجې ډیر زیات خواشيني او خوابدي دي. ددې ټول سفر موخه بهرینو سفیرانو ته د پاکستان د شمالي سیمې د ښکلا ورښکاره کول وو".

چوهدری وویل، چې د انډونیزیا سفیر په شلو کې ٧٥ فیصده په پیښه کې د اور د لگیدو له وجې سوځیدلی دی او وضیت یې ډیر خراب دی. خو د نورو ټپیانو زخمونه ژوند ته خطر نه پیښوي.

هغه زیاته کړه، چې ډاکټرانو ورته ویلي، چې د پولنیډ د سفیر د ملا تیر زخمي شوی او میرمن یی په سر کې ټپونه لري. د هالینډ سفیر پښه خوږه شوې، مخ یی سوځیدلی او په سر خوږ شوی دی. په دغه هیلیکوپټر کې د رومانیې، لبنان، او د جنوبې افریقا سفیران هم سپاره وو.

د لومړنيو تحقيقاتو له مخې، دا پېښه په هليکوپتر کې د هغې تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې، چې پر ځمکې تر کښیناستو څو شېبې مخکې پکې پيدا شوه چې له امله يې هليکوپتر بېړنۍ ناسته وکړه او د پوځي ښوونځي پر ودانۍ پریوتله.

د بهرینو چارو سکرټر وویل، چې د هوا د خرابې له وجی چارواکې نه شي کولاي د مړو جسدونه اسلام آباد ته راوړي او هیله یې وښودله چې دا کار به د یکشنبې په ورځ وکړي.

همدغه راز د بهرینو چارو سکرټر د پاکستاني طالبانو هغه ادعا هم رد کړه چې ویلي یې وو چې دوی دغه هیلیکوپټره ویشتلې ده. هغه وویل "د امنیت د ټینگلو دپاره ټول ترتیبات نیول شوي وو. صدراعظم نوازشریف جامع لارښونه ورکړی وه او ټول امرونه په سیمه توگه ترسره شوي وو. په سیمه کې ټول د غرونو څوکې زموږ ځواکونو نیولې وې. دا یوه تخنیکې ستونزه وه او د بده مرغه دا پیښه وشوه."

د پاکستان د هواېې ځواک یو پخوانې مهم چارواکې فیاض میر واېي، په کومه سیمه کې چې هیلیکوپټر سقوط کړی دی هغه د هیلیکوپټر د پروازونو دپاره ډیره گرانه سیمه ده.

د بهرینو چارو سکرټر چوهدری وویل، چې د بهرینو چارو وزارت په پاکستان کې د دیرشو هیوادونو سفیرانو او د هغو د کورنیو غړو دپاره درې ورځنې تفریحي سفر برابر کړی وو. هغه زیاته کړه چې دا ډول سفرونه ډیر عام وي او د بهرینو سفارتونو سره په مشوری جوړیږي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او په دې هېواد کې مېشتو د ځينو بهرنيو هېوادونو جګپوړي ډيپلوماتان د يوې پروژې د پرانستنې لپاره د ګلګت بلستان غرنۍ سيمې "نلتر ته روان وو. "

په ګلګت کې د هليکوپتر تر سقوط وروسته د پاکستان صدراعظم نوازشريف سيمې ته سفر لغوه کړ او له نيمې لارې بېرته اسلام اباد ته راستون شو.

ښاغلي شريف په پاکستان کې يو ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى او ددې هېواد نورو سياستوالو د هليکوپتر په غورځیدو او د بهرنيانو په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG