پاکستاني مقامات وایي چې د پوځ په هوایي بریدونو کې د هیواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږ ٢١ تنه ترهگر له منځه تللي دي. پاکستان تیر کال په قبائیلي سیمو کې د سخت دریځو پر ضد پوځي تهاجمي عملیات پیل کړل.
د پاکستان پوځ نن پنجشنبې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا هوایي بریدونه د خیبر پښتونخواه ایالت د تیرا او راجگل په سیمو کې شوي دي.
دا خبرونه په داسې حال کې خپریږي چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف په واشنگټن کې د امریکایي چارواکو سره په لیدلو کتلو بوخت دی او ټاکل شوې چې نن به په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما سره وگوري.
ویل شوي چې په سیمه کې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه د دواړو مشرانو د خبرو یوه مهمه اجندا ده.
په تیرا کې هوایي عملیات د پاکستاني طالبانو د تحریک پر مرچلو باندې د پاکستان د پوځ د برید لپاره د زمینې د برابرولو په هدف شوي دي.
د یو بل رپوټ له مخې د لوړ پوړو امریکایي چارواکو له خولې ویل شوي دي چې د اوباما اداره پر پاکستان باندې د نورو اتو ایف ١٦ الوتکو خرڅولو ته تیاره ده.
د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز د رپوټ له مخې د ایف ١٦ الوتکو د ورکولو څخه هدف د امریکا او پاکستان ترمنځ دفاعي مرستو او شراکت ته وده ورکول دي.
د امریکایي حکومت دا پریکړه د پاکستان د صدراعظم نواز شریف او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې د ورځې د لیدنې په درشل کې کړې ده.
نیویارک تایمر لیکلي دي چې ښاغلی اوباما د امریکا د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش په څیر پاکستان د افغانستان په اړوند یو مهم ائتلافي هیواد ګڼي، خو ددې تر څنګ غواړي د ترهگرۍ ضد مبارزې لپاره پر پاکستان فشار جاري وساتي.
په پاکستان باندې د امریکایي ایف ١٦ الوتکو د خرڅلاو په هکله د امریکا حکومت څو ورځې وړاندې کانگرس خبر کړی و، خو څرگنده نه ده چې امریکا ته د نوازشریف د سفر ه ترڅ کې به دغه اعلان وشي که نه؟