د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور رئیس ایران ته تللی


د پاکستان جمهور رئیس ایران ته تللی
د پاکستان جمهور رئیس ایران ته تللی

د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري تهران ته رسیدلی دی او غواړی د جمهوررئیس محمود احمدي نژاد په شمول د هغه هیواد د لوړ رتبه چارواکو سره خبري وکړي.

ایران ته ښاغلی زرداري څه کم یوه میاشت وروسته له هغه سفر کوي چي هغه او دایران جمهوررئیس په کابل کي د تروریزم ضد د یوې غونډي په وخت سره وکتل. دغو دواړو مشرانو هلته په یو لړ زیاتو دوه اړخیزو مسالو باندي چي د

ایران او پاکستان د ګاز د پایپ لاین پروژه هم په کي شامله وه خبري وکړې.

ښاغلی زرداري دا سفر په داسي حال کي هم کوي چي د اسلام آباد او واشنگټن تر منځ روابط وروسته له هغه خړ پړ شوي دي چي امریکا د پاکستان په خاوره کي ننه د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

امریکا په دې وروستیو وختو کي پاکستان ته د ٨٠٠ ملیون ډالرو په اندازه خپلي مرستي بندي کړې. ددغو مرستو د بندولو پریکړه وروسته له هغه وشوه چي پاکستان د بن لادن د وژل کیدو نه وروسته د امریکا د اردو کارکونکي له ملک نه وایستل. د رپوټونو له مخي دغو امریکایي نظامي کارکونکود پاکستاني قواو روزنه کوله.

XS
SM
MD
LG