د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان زرګونه قبایلي ځوانان عربي هېوادونو ته استوي


ځيني څېړونکي اندېښنه لري چې د پاکستان حکومت د کار په پلمه قبایلي ځوانان د جګړې لپاره عربي هېوادونو ته استوي.
ځيني څېړونکي اندېښنه لري چې د پاکستان حکومت د کار په پلمه قبایلي ځوانان د جګړې لپاره عربي هېوادونو ته استوي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې ډېر ژر به ۵۰۰۰ زره قبایلي ځوانان خلیج هېوادونو ته واستول شي.

د خېبرپښتونخوا د والي احمدخان عباسي له دفتر نه په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې دغه قبایلي ځوانان د کار او مزدورۍ لپاره عربي هېوادونو ته استول کیږي.

د اعلامیې له مخې سعودي، متحده عربي امارات او قطر ته به د دغو ځوانانو د استولو لړۍ ډېره ژر پیل شي.

د پاکستان پوځ به دغه قبایلي ځوانان انتخابوي او په لومړي پړاو کې به ۳۵۰۰ سعودي او بیا به یې ۱۵۰۰ نور اماراتو او قطر ته ولېږل شي.

سره له دې چې په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې دوی هلته څه کار او روزګار کوي خو، د قبایلي چارو مرکزي اداره وايي چې یوازې هغه ځوانان استول کیږي چې مسلکي تعلیم ولري.

ولې پوځ دغه ځوانان غوره کوي

راپورونه وايي دا لومړی وار دی چې د پاکستان حکومت په دومره شمېر کې قبایلي ځوانان په وړیا ډول عربي هېوادونو ته استوي چې کار او روزګار وکړي.

خو، پوښتنه دا ده چې که د کار لپاره ځي، نو پوځ یې ولې انتخابوي؟

سیمه اییز خبریال صفدر داوړ اندېښنه لري چې پاکستان د کار په پلمه قبایلي ځوانان د جګړې لپاره د خلیج هېوادونو ته استوي.

ښاغلي داوړ وویل سعودي وار د مخه د یمن د حوثیانو پر ضد جګړې کې له پاکستان څخه د پوځ او الوتکو غوښتنه کړې ده.

ده د امریکا غږ ډیوې راډیو ته وویل" سعودي په وار وار له پاکستان څخه د پوځ مطالبه کړې ده خو، د فشارونو له وجهې پاکستان انکار کړی، اوس خلک اندېښنه لري چې ایا دغه۵۰۰۰ قبايلي ځوانان عربي هيوادونو ته د کار لپاره لېږل کیږي که د جګړې لپاره."

سعودي د پاکستان کلک ملګری دی چې د نواز شریف د حکومت په راتګ سره یې تراوسه له اسلام اباد سره ۱.۵ میلیارده ډالره وړیا مرسته کړې ده خو، ځینو پاکستاني کارپوهانو وار د مخه اندېښنه ښودلې چې سعودي به د دغو مرستو په بدل کې له پاکستان څخه د یمن د حوثیانو پر ضد جګړې لپاره کسان وغواړي.

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین وايي د پاکستان حکومت باید بهر ته د قبایلي ځوانانو د لېږلو پر ځای، کور د ننه هغوی ته د کار او روزګار زمېنې برابرې کړي.

د پاکستان په قبايلي سيمو گڼ شمير ځوانان بې روزگاره دي او څېړونکي وايي ښايي دغه ځوانان د پېسو په بدل له وسله والو ډلو ټپلو سره په اسانۍ سره یو ځای شي او دا چې دغه ځوانان د کار په بهانه د جګړې لپاره سعودي ته ليږل کیږي .

XS
SM
MD
LG