د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خبریالانو لپاره یوه تر ټولو خطرناکه سیمه ده


پاکستان د خبریالانو لپاره یوه تر ټولو خطرناکه سیمه ده
پاکستان د خبریالانو لپاره یوه تر ټولو خطرناکه سیمه ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د څانګي عالي کمشنري وایي د څو کالونو راپدیخوا ورته په پاکستان کې د خلکو د تښتولو، تري تم کیدلو او د محکمې پرته د خلکو د وژلو په اړه زیات رپوټونه ورغلي دي او زیاتوي چې دغه پیښې په پاکستان کې لا هم مخ په زیاتیدو دي.

ملګري ملتونه وایي چې د دغو جرمونو اصلي قربانیان خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او سیاسي مبارزین دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د کمشنرۍ ویاند روپورټ کولویلي وایي چې یوازې په تیرو اتو ورځو کې ورته رپوټ ورکړ شویدی چې یو خبریال د بلوچستان په ایالت کې وژل شوی او یو بل خبریال بیا په شمالي وزیرستان کې تری تم شویدی.

ښاغلي کولویلي امریکا غږ ته ویلي دي چې د خبریالانو زیاتره ډلې وایي چې پاکستان د خبریالانو لپاره یوه تر ټولو خطرناکه سیمه ده.

" د خبریالانو د ساتنې د کمیټې د رپوټ له مخې 16 تنه خبریالان په 2010 او 9 تنه نور په روان میلادي کال کې تر دې دمه په پاکستان کې وژل شویدي. د دغو کسانو د وژلو په اړه هیڅ داسې تحقیقات ندي شوي چې خلکو ته د قناعت وړ وي. همدارنګه د روان میلادي کال په لومړیو څلور میاشتو کې یوازې 25 تنه د بلوچستان په ایالت کې د محکمې پرته وژل شویدي چې پدوي کې خبریالان، لیکوالان، محصلین او د بشري حقونو مدافعین شامل دي. "

په 2002 میلادي کال کې د القاعده شبکې د وال سټریټ ژورنال د ورځپاڼې خبریال ډانیال پیرل وتښتاوه او په بې رحمۍ سره یې وواژه خو رپوټ وایي چې چې د بهرنیو هیوادونو د خبریالانو د تښتولو او وژلو پیښې دومره زیاتې ندي او زیاتره قرباینان پخپله پاکستاني خبریالان دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د 2011 میلادي کال د مې د میاشتې راپدیخوا د بلوچستان په ایالت کې 143 تنه تري تم شویدي چې پدوي کې خبریالان هم شامل دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شویدي چې د 2010 میلادي کال د جولای د میاشتې نه نیولې د 2011 کال د مې د میاشتې پورې 140 کسان چې په هغوي کې خبریالان هم شامل دي د بلوچستان په ایالت کې په مرموز ډول وژل شوي او مړي یې موندل شویدي.

ملګري ملتونه وایي چې د دغو پیښو څخه یوازې د ګوتو په شمار یې څیړل شویدي خو د هغوي لپاره د قناعت وړ ندي او زیاتوي مونږ دا غوښتنه لرو چې دا پیښې دې په سمه توګه وڅیړل شي تر څو دا مالومه شي چې دا وژل او یا تښتول د چار کار دی ځکه چې پدې اړه زیات ګونګسې شته دي او وایي مونږ د پاکستاني چارواکو نه غواړو چې پدې اړه دې وضاحت ورکړي.

XS
SM
MD
LG