د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او هند په کشمیر کې د نښتې جګړه پړه په یوه بل وراچوي


پاکستان او هند ، په کشمیر کې د خپل جنجالي سرحد په غاړه کې د ننۍ مرگانې حملې پړه په یو بل وراچوي.

د پاکستان پوځ وايي ، هندي عسکرو د کشمیر په سرحد کې د پاکستان په نظامي پوستې حمله کړې، یو پاکستانی عسکر يي وژلی او یو بل یې سخت زخمي کړی. پاکستان وايي د هندي عسکرو حمله یې شا ته تمبولې.

هندي چارواکو دغه خبره رد کړیده چې عسکر یې د سرحد نه اوښتي دي او وایي چې د پاکستان عسکرو د هند په یو کلي د هاوانونو ډزې وکړې. هند وايي عسکرو يي د وړو وسلو په ډزو ځواب ووایه.

دواړه خواوې فقط همدومره خبره مني چې د سرحدي کنترول د کرښې په غاړه یې یو څه وخت ډزې کړیدي. دغه سرحدي کرښې کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ ویشلي دی او د دې دوو هیوادونو ترمنځ پرې جنجال موجود دی. لس گونه کاله کیږي چې د دې دوو هیوادونو ترمنځ د کشمیر په سر جنجال روان دی. په 2003 کال کې اوربند شوی دی، خو کله کله د اور بند نه سرغړونه شویده او هره خوا ملامتي په بلې خوا اچولی ده.

پاکستان او هند دواړه د غونډ کشمیر د مالکیت دعوه لري.
د 1989کال راهیسې زیاتره بیلتون غوښتونکي مسلمانې ډلې د دی دپاره جنگیږي چه کشمیر د هند نه چې اکثریت خلک یې هندوان دي، خپلواک شي او یا د پاکستان سره چې اکثریت خلک یې مسلمانان دي یو ځای شی.

دغو دوه اتم لرونکو گاونډیو هیوادونو په ۱۹۴۷ کال کې د برتانیی نه د آزادې د اخیستو راهیسې په خپلو کې د کشمیر په سر درې ځلې جګړې کړي دي.
XS
SM
MD
LG