پاکستاني طالبانو ویلي دي چي هغه تقریبا ٢٥ هلکان چي اشتباها د پاکستان د سرحد نه افغانستان ته اوښتي وو، دوي نیولي دي.
د ( تحریک طالبان ) د ډلي یوه نطاق نن د شنبې په ورځ وویل چي دده ډلي دغه هلکان ځکه وتښتول چي هغوي د دوي په مقابل کي د اسلام آباد په جګړه کي د پاکستان د حکومت خوا نیولې ده. هغه دا هم وویل چي دده د ډلي مشر تابه به دا فیصله وکړي چي ددغو هلکانو سره څه ډول چلند وکړي.