د ملالې پلار په درسته نړۍ کې هغه کسان وستایل او مننه يې ورنه وکړه چې ددغې انجلۍ سره یې خواخوږي او ملاتړ څرگند کړ.
ضیاالدین یوسفزي نن د جمعی په ورځ د بریتانیا د برمنگهم د ملکې ایلزابت له روغتون نه دغه تبصره وکړه . په دغه روغتون کې د ده لور ملاله بستره ده . ملاله د طالبانو په ډزو کې ډیره سخته ټپي شوه او وروسته د درملنې په موخه بریتانیې ته انتقال شوه.
یوسفزي وویل چې ملاله د رغیدو په حال کې ده او غواړي چې هرڅوک پدې پوه شي چې هغه په زرگونو کارتونو، پیغامونو او تحفو سره تشویق شوې چې دې ته رسیدلي دي. نوموړي وویل د خلګو همدغو اندېښنو ددې سره مرسته وکړه چې ژوندۍ پاتې شوه او روحیه یې قوي شوه .
څه باندې شپیتو کسانو په هغه لیک باندې لاس لیکونه کړیدی چې پکی غوښتل شویدی ملالی ته دي د سولې جایزه ورکړل شي.
له بلې خوا د ملگرو ملتونو خاص استازی گورډن برون د پاکستان حکومت ته داسي یو لیک ورکړ چې څه باندی یومیلون کسانو د ملالی په طرفداری ورباندی لا س لیکونه کړي وو.