د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د پاکستان سفیر د جنجالي یاداښت په سلسله اسلام اباد ته ورسید


په امریکا کې د پاکستان سفیر د جنجالي یاداښت په سلسله اسلام اباد ته ورسید
په امریکا کې د پاکستان سفیر د جنجالي یاداښت په سلسله اسلام اباد ته ورسید

په امریکا کې د پاکستان سفېر نن اسلام اباد ته ورسیدی چې د هغه جنجالی یادداشت په هکله وضاحت ورکړی چې په کښي یې د امریکا نه خواست کړل شوی و چې د دغه هیواد د قوي پوځ په محارلو کی مرسته وکړي.

ددغه یادداشت له کبله چې سفیر حسین حقاني د می په میاشتې کې د امریکا د پخواني لویو درستیزانو د کمېټې ریْس مایک مولن ته لیږلی و، ټول سیاسی جنجال سفیر ته متوجه دی.

په دغه یادداشت کې د امریکا نه غوښتنه شویده چې په پاکستان کې د امریکایي خاصو کوماندو له خوا د اسامه بن لادن د وژلو نه وروسته د نظامي کودتاه په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ویل کیږي چې یادداشت ، پاکستاني الاصله امریکایی منصور اعجاز د سفیر حسین حقانی په وینا لیږلی دی.

د پاکستان د جمهورریس آصف علي زرداري نژدې ملگری حسین حقانی ویلي دي چې هیڅ په دی یادداشت خبر نه دی او ویلي یې دي چه ددغه جنجال له امله استعفا کوي. هغه د ښاغلی زرداری سره گوری همداشان د نورو پاکستاني مشرانوسره په خپل دغه سفر کی پر دغه جنجال غږیږي.

XS
SM
MD
LG