د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو کروز توغندی آزمویلی دی


پاکستان یو کروز توغندی چې اټمي گولۍ وړلی شي ، په کامیابۍ ازمویلی دی.
د پاکستان پوځ وایي دغه توغندی اوه سوو کیلومترو پوري رسیږي او نن په یو ځای کې چې موقعیت یې نه شي څرگندولی و ازمایل شو.

د پوځ یو بیان وايي دغه توغندی د ستلت په بڼه جوړ شویدی او په ډیرې تیټې ارتفاع کې هدف ولي.

پاکستان او رقیب یې هندوستان چې اتومی وسلی لري، معمولا د توغندیوو ازموینی کوي او یو بل د خپلو ازموینو نه خبروي.
XS
SM
MD
LG