د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ډرون برید مني خو د منصور مړینه نه تاییدوي


افغان چارواکي وايي د طالبانو مشر وژل شوی دی.
افغان چارواکي وايي د طالبانو مشر وژل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هغو راپورونو په اړه یې پلټنې پیل کړي، چې وايي د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. اسلام اباد وايي واشنګټن ورته، افغان سرحد ته نژدې د پاکستان په خاوره کې د دغه هوايي برید په اړه یې معلومات ورکړي، خو وايي چې له برید نه وروسته یې معلومات ورکړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي " تر دې دمه د راټولو شویو معلوماتو په اساس د ولي محمد په نامه د یو کس، چې د پاکستان پاسپورټ ورسره و او په پاسپورټ کې یې د ایران ویزه هم وه، پر موټر برید شوی او موټر ویجاړ شوی دی".

اعلامیه وايي دغه کس له ایران څخه د تفتان له لارې پاکستان ته ننوتی و، چې د "پاکستان او افغانستان د سرحد په اوږدو کې په کوچکي کې یې پر ګاډي برید شوی دی". د بهرنیو چارو وزارت وايي د موټر چلوونکي، محمد اعظم، مړی پېژندل شوی او کورنۍ ته یې تسلیم شوی، او د دویم مړی د هویت د تثبیت په اړه تحقیقات روان دي.

پاکستان یو وارې بیا پر خپلې خاورې د امریکا د بې پیلوته الوتکې برید پر خپل حاکمیت تیری ګڼلی دی او ویلي دي چې په افغانستان کې سوله یوازې د سیاسي مذاکراتو او خبرو له لارې راتللی شي.

افغان حکومت وايي د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور، د شنبې په ورځ د پاکستان په خاورې کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG