د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویزمشرف له څلورو کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره خپل هېواد ته ستون شویدی. هغه د یکشنبې په ورځ د پاکستان دکراچی بندري ښارته ورسیده.
رپوټ وايي چې دمشر ف بیرته ستنېدل، دطالبانو دهغه گواښ خلاف اقدام دی چې دهغه ژوند ته ورپېښ شوی دی. عدنان رشید هغه سړی دی چې د مشرف د وژلو په لومړی دسیسه کې په زندان کې و. هغه تیرکال له زندان نه وتښتیدی او د مشرف دوژلو بل گواښ یې کړیدی. د تحریک طالبان له خوانه په یوه خپره شوې وېنا کې داسی راغلي: " ویل کېږي چې کله د شغال مرگ رانژدې شي نو هغه د کلي په لور ولاړشی. داسلام مجاهدینو ېو خاص دلگۍ د دې لپاره جوړ کړیدی چې پرویز مشرف دوزخ ته ولېږي. په دغه دلگۍ کې ځان مرگي، نشان ویشتونکي، د ناڅاپي برېد ډله، او له نژدې نه د لاس و گرېوان جگړې خلک شامل دي. "
رپوټ وايي چې پرویز مشرف په ډوبۍ کې وویل چې ده ته دا ویل شوي دي چې له توقیف کیدلو نه به معاف وګڼل شي. هغه د طالبانو خطر دخپل ژوند په هکله رد کړ او داسي یې وویل: هغوي کوشش کوی چې ما دوزخ ته د 2001 م کال د سپتمبر دمیاشتې راهېسې ولېږي، د هغه وخت راهیسې اوس دولس کاله کېږي. هغوی تراوسه پورې په دې قادر شوي ندي. "
ښاغلي مشر ف په 1999 م کال کې دنظامی کودتاه له لاري قدرت ونیوی او تر د 2008 م کال پوري ېې حکومت وکړ. خوهغه په 2008 م کال د جمهوررئیس په توگه استعفی وکړله اوله قدرت نه یې لاس واخیستی. په دې توګه هغه د بې نظیر بوټو د وژلو په پېښه کې چې په 2007 م کی وشوه،له محاکمی نه ځان خوندی وساتی . پر مشرف باندې دا تور لگول شوی دی چې د بې نظیر بوټو په وژنه کې یې لاس درلودی خو هغه دغه تور په کلکه رد کړیدی.
کله چې پرویز مشرف جمهوررئیس و هغه طالبان په دې په غوسه کړل چې له امریکا سره یې نژدې اړېکې درلودلې او د امریکا دهغوهڅو ملاتړ یې کاوه چې دترهګر ۍ خلاف جگړه کې یې کولې.
پرویز مشرف څو څو ځلي وېلي دی چې دی به پاکستان ته ستون شی خو دا پلان یې نه وعملی کړی. دمارچ په لومړی نېټه هغه وعده وکړله چې دی به په دې مېاشت کې چې لنډمهاله او څارونکې اداره په کار پېل وکړی نوموړی به ژر تر ژره پاکستان ته ستون شي د پاکستان فیډرالی حکومت او صوبايي حکومتونو خپله پنځه کلنه دوره ددې میاشتی په سر کې داساسی قانون سره سمه پوره کړله.
له دې نه وروسته به یوه لنډ مهاله څارونکې اداره تر هغه د دې هېواد چارنه کوي چې د مې په 11- مه نېټې باندې ملي انتخابات وشي او نوی حکومت اوپارلمان تشکیل شي.
پرویز مشر ف ویلي دي چې دی به د خپل گوند چې د All Pakistan Muslim League په نامه ېادېږی مشرتوب وکړي.
دغه وروستي انکشافات په داسي حال کې رامنځ ته شوي چې پاکستان چارواکي وايي چې یوه ځان مرگي خپل موټر له یوې نظامي پوستې سره جنگولی دی او 17 تنه عسکر یې وژلي دي.
داسوشیټېډ پریس خبري اژانس لیکی چې په همدغه پیښه کې تقرېبا د دیرشو نه زیات کسان ټپیان شوي هم دي.
دغه برید د شمالي وزیرستان په قبایلي علاقه کې شویدی. رپوټ وايي دغه سیمه د طالبانو او دالقاعده دغړو لپاره خوندي ځای بلل کېږي.