د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني محکمې د مشرف د شتمنیو د ضبطولو امر کړی


پاکستاني محکمې د مشرف د شتمنیو د ضبطولو امر کړی
پاکستاني محکمې د مشرف د شتمنیو د ضبطولو امر کړی

پاکستاني مقامات وایي محکمې امر کړیدی چې په پاکستان کې د پخواني جمهورریس پرویز مشرف ملکیت او بانکي حسابونه دې ضبط شي.

دغه مامورین وایي محکمې پرون دغه امر کړیدی.

ښاغلي مشرف، په ۲۰۰۸ کال کې، د سلب اعتماد له ګواښ سره د مخامخ کیدو راهیسې په خپله خوښه په دوبی او لندن کی ژوند اختیار کړیدی.

د پاکستان مقامات ، د پخوانی صدراعظمی بینظیربوټود قتل په ارتباط په ښاغلي مشرف پسې ګرځي.

څارنوالانو، تراوسه پوری څو ځلی، ځکه د ښاغلی مشرف د نیولوامر کړیدی، چه وایی هغه ، د بینظیر بوټو دپاره کافی امنیتی بندوبست نه و کړی.

ښاغلی مشرف د خپلې سیاسي رقیبې د وژلو او توطیی کولو تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG