د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ ته د جنرال کیاني جدي امر


د پاکستان پوځ ته د جنرال کیاني جدي امر
د پاکستان پوځ ته د جنرال کیاني جدي امر

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني خپلو هغو ځواکونو ته چې د افغانستان پولې سره نږدې دیره دي، امر کړیدی چې د هر ډول برید په مقابل کې دې سمدستي ځواب ووایي او د جګپوړه قوماندانانو د لارښوونې او امر ته دې صبر نکوي.

د پاکستان پوځي سرچینو پرون د جمعې په ورځ امریکا غږ ته د کیاني امر تائید کړ. کیاني پوځیانو ته دا هم ویلي دي چې که بل ځل پرې برید وشي نو حتماً دې په بشپړه توګه ورته ځواب وایي او دا فکر دې نکوي چې د هغوي ځواب ویل به څه عواقب ولري او په څومره ګرانه به تمامیږي. پاکستاني پوځیانو ته دا امر وروسته تر هغه کیږي چې د تیرې شنبې په ورځ د ناټو هیلوکپترو او جنګي الوتکو د پاکستان په سرحدي پوستو باندې هوایي برید وکړ او د رپوټونو له مخې 24 پاکستاني عسکر پکې ووژل شول.

د پاکستان پوځ همدارنګه هغه رپوټونه په تمامه مانا رد کړل چې د وال سټریټ ژورنال امریکایۍ ورځپاڼې د جمعې په ورځ د ځینو امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي اخیستل شوي خپاره کړیدي. په رپوټ کې ویل شویدي چې پاکستان د ناټو ځواکونو ته د دغه هوایي برید اجازه ورکړې وه. په رپوټ کې دا هم ویل شویدي چې پاکستان د ناټو قوماندانانو ته ډاډ ورکړی ؤ چې د برید په سیمې کې د پاکستان امنیتې ځواکونه نشته.

پاکستان هوډ کړی چې د نړیوالو ځواکونو د هغه هوایي برید په خآطر چې 24 پاکستاني عسکر پکې ووژل شول، د ناټو او امریکا سره به خپلې اړیکې نورې هم سختې کړي

د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني او نورو جګپوړه چارواکو د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت کمیټې ته د برید په اړه مالومات ورکړل او د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان وایي، د ملي امنیت کمیټې د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د هغې پریکړې ملاتړ وکړ چې د بن په کنفرانس کې به پاکستان ګډون نکوي.

" پاکستان به د بن په کنفرانس کې برخه نه اخلي او زمونږ هیڅ کوم استازی به هم پدې کنفرانس کې ګډون ونکړي. "

د پاکستان د پارلمان دغې 17 کسیزې کمیټې د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د هغې خبرې سره په رسمي ډول موافقه وکړه چې وایي د تروریزم ضد په جګړې کې د پاکستان د قربانۍ قدرداني په کافي اندازې نه کیږي او بله دا چې د ناټو برید د پاکستان د ملي حاکمیت نه سرغړاونه ده.

میرمن عاشق اعوان یو ځل بیا وایي چې د پارلمان همدغه کمیټه به د غرب سره د پآکستان په اړیکو کې د بدلون لپاره خپل وړاندیزونه حکومت ته وړاندې کړي.

" د کمیټې غړي به پارلمان ته پدې اړه وړاندیزونه او لارښوونې وکړي چې د تروریزم ضد په جګړې کې به پاکستان د ناټو سره تر دې وروسته همکاري د کومو شرایطو له مخې کوي. "

پاکستان لا د مخه هغه دوه لارې بندې کړیدي چې په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه پرې تیل، خوراکي او نور لوژیستیکې مواد دغه هیواد ته انتقالوي او د دې تر څنګ یې امریکا ته امر کړیدی چې د بلوچستان په ایالات کې د شمسي هوایي اډې نه دې خپل عسکر وباسي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره میرمن حنا رباني کهر وايي چې د غرب سره په اړیکو کې نور ډیر بدلونونه به هم ژر راشي.

" د ګډ کار کولو لپاره په شرایطو کې اساسي بدلون ته ضرورت شته دی. مونږ دا غواړو چې د تروریزم سره په جګړې کې د نړۍ ملګري اوسو خو دا کار د پاکستان په قیمت باندې نکوو. پاکستان په سیمې کې د ثبات غوښتونکی دی خو د پاکستان ثبات او ملي حاکمیت مونږ ته د هر څه نه وړاندې دی. "

د پاکستان په پوځي پوستو باندې د ناټو د هوایي برید په اړه ګډ تحقیقات پیل شویدي تر څو دا مالومه شي چې څنګه د ناټو هیلوکوپترو او جنګي جیټ الوتکو د مومندو په قبایلي ایجنسې کې په پاکستاني عسکرو باندې سهار وختي برید وکړ او د هغوي 24 عسکر یې ووژل. تمه کیږي چې د امریکا پوځ به د همدې میاشتې په پای کې د خپلو تحقیقاتو رپوټ خپور کړي.

XS
SM
MD
LG