د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان : پر دې غور کوو چې د ناټو لار خلاصه کړو که نه


پاکستاني چارواکي وايي چې ددغه هیواد کابینه نن غونډه کوي چې د ناټو د کاروانونو پر وړاندې د ۷ میاشتنې ځنډ نه وروسته د خیبر اکمالاتي لاره خلاصه کړي که نه. د سبا ورځې غونډه وروسته له هغه نه کېږي چې د امریکا یو لوړ پوړي هیت پاکستان ته سفر وکړی چې په کښي د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم شامل وو.

دغه غونډه نن پای ته ورسېده. دا په یوې اونۍ کې د جنرال جان الن دویم سفر وو چې پاکستان ته یې وکړ.

په دواړو خواوو کې چارواکي وايي چې دوي خوشبینه دي چې پاکستان به بالاخره لاره پرانیزي.

چارواکو د موضوع د حساس توب په خاطر د نوم د نه افشا کېدو په شرط خبري وکړې.

پاکستان تیرکال وروسته له هغه نه د تورخم لاره وتړله چې د امریکا په بمبارۍ کې یې ۲۴ عسکر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG