د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان واکمن ګوند د بقا هڅه کوي


د پاکستان واکمن ګوند د بقا هڅه کوي
د پاکستان واکمن ګوند د بقا هڅه کوي

په داسی حال کی چې پاکستان د په لاهور په ښار کې د پنجاب د وژل شوي گورنر د جنازې په مراسموکې دگډون لپاره خلک راجمع کېږي، په ښار کې پولېس د تېارسئ او اماده باش په حالت کی دي . دپنجاب گورنر سلمان تاثېر پرون په اسلام اباد کې خپل ېوه محافظ ووېشته او وې واژه.

دپاکستان صدراعظم ېوسېف رضا گېلاني امر کړی چې دپنجاب دگورنر لپاره دې په دولتي سطحه په گونر هاوس کې د جنازی د ادا کولو رسمي مراسم جوړ شی .

پولېسو په لاهورکې په سړکونو باندې گزمې کولې او د مهمو دولتي ودانېو کلک امنېت ېې ساته.

دگورنر قاتل چې د ممتاز قادري په نوم پېژندل شوی دی په خپل جرم ېې اعتراف کړی او وايي چی د توهېن رسالت د ېوه جنجالی قانون په باب د پنجاب د گونر دموقف په وجه پری په غوضه ؤ.

دپاکستان دکورنېو چارو وزېر رحمان ملک ووېل په دې باب تحقېقات شروع شوي دي چی اېا قاتل په خپل سر دغه اقدام وکړ او که نورملگر ی ېې هم لرل.

دپنجاب گونر په داسی حال کی ووژل شو چی دپاکستان دخلکو گوند لگېا دی زېار باسی چی داېتلافي حکومت څخه د ېوه گوند د وتلو نه وررسته اوس خپل نوی حکومت جوړ کړي. یادشوی گورنر دپاکستان د خلکو دگوند غړی ؤ.

دپاکستان دحکومت ېوه مهم مخالف مشر او پخواني صدراعظم نواز شرېف حکومت ته ٣ ورځې مهلت ورکړی ؤ چې د سقوط څخه د حکومت د خوندي ساتلو په خاطر باېد ېو لړ اصلاحات عملي کړي ،مگر د گورنر دقتل نه وروسته ېې نن اعلان وکړ چی څو ورځې نور وخت هم لري ترڅو د وژل شوي گورنر دغم رازئ او تلېن مراسم ادا کړي.

دامرېکا خارجه وزېرې هلېری کلنټن د سلمان تاثېر وژنه ېو ستره ضاېعه گڼلې ده . مېرمن کلنټن ووېل چې واشنگټن په خپل هغه قول باندې کلک ولاړ دی چی په پاکستان کې ېې دامن او سولې دراوستلو په خاطر ددغه هېواد سره کړی دی.

تقرېبا ٣ کاله مخکی دپخوانئ صدراعظمې بېنظېر بوټو د قتل نه وروسته دپنجاب دگورنر وژنه ترټولو ېو مهم سېاسي قتل دی چې په پاکستان کې کېږي.

XS
SM
MD
LG