د لاس رسي وړ اتصالات

د پخواني صدراعظم ګیلاني زوی د هغه ځای ونیوی


د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی په ضمني پارلماني انتخاباتو کې بریالی شوی دی. د پاکستان د پیپلس پارتي غړي عبد القدیر ګیلاني پرون د پنجشنبې په ورځ خپل سیال ته ماتې ورکړه او د هغه په پرتله یې ۴ زره ډیرې رایې وګټلې.

هغه د پارلمان هغه څوکۍ ته ځان کاندید کړی و چې تیره میاشت د صدراعظمۍ د مقام نه د هغه د پلار د ګوښه کېدو وروسته خالي شوه. د پاکستان سترې محکمې پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې تور چې محکمې ته یې سپکاوی کړی دی د خپلې وظیفې نه ګوښه کړ.

تیره اونۍ سترې محکمې د پاکستان نوي صدراعظم راجا پرویز اشرف ته دستور ورکړ چې د ولسمشر زرداري پر ضد دي د اداري فساد پخوانۍ قضیې راوسپړي او د جولای تر ۲۵ نېټې پوریدي خپل ریپوټ محکمې ته وړاندي کړي.

XS
SM
MD
LG