د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ۶ عسکر مو وژل شوي دي


پاکستاني چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې یې د بیلابیلو عملیاتو او یوې بمي چاودنې په ترڅ کې 6 عسکر وژل شوي دي.

یو نظامي چارواکي وویل چې د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخواه د قبایلي سیمې د تیرا په سیمه کې د پوځ د عملیاتو په لړ کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. په دغو عملیاتو کې ۱۶ یاغیان هم وژل شوي دي.

په دویمه پېښه کې استخباراتي چارواکو ویلي دي چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې دوه سرتیري هغه مهال ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول کله چې د موټرو کاروان یې پر یوه بم باندي وربرابر شو.

یادشویو استخباراتي مامورینو د نوم د نه افشا کېدو په شرط د مطبوعاتو سره خبري کړي دي.

همداشان د پاکستان د سرحدي قول اردو دوه تنه سرتیري نن د یکشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د بولان په سیمه کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې په دې عملیاتو کې ۱۳ کسان چې پرې د اختطافونو او غلاګانو شکونه وه هم وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG