د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په زرگونو مظاهره کوونکې بیا انتخابات غواړي


 د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان خپلو پلویانو د وینا کولو پر مهال
د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان خپلو پلویانو د وینا کولو پر مهال

د بهرنیو آژانسونو د رپوټونو له مخې، عمران خان او طاهرالقادری ژمنه کړې وه چی په میلینونو خلک په اسلام آباد ته راولې، خو داسې ښکاري چې دوی په خپل دې کار کې پاتې راغلي دي.

د غه مارش ٣٦ ساعته وخت ونیو او د لاهور څخه تر اسلام آباد پوری شاه خوا ٣٠٠ کلومټره لار ووهله او د موټرونو او موټرسیکلونو په واسطه د کاروان په څیر راورسیدل او د لاري په غټو ښارنو کې د ملاټرو د تود هرکلیو سره مخامخ شول.

د نواز شریف حکومت یواځي ١٥ میاشتي پوره شوې چي واک یی ترلاسه کړی. تیر کال ېې د مي په انتخاباتو کې په غوڅ اکثریت انتخابات وگټل. نړیوالو څارنکو په خپل راپور کی وویل چې انتخابات آزاد او د باور وړ وو.

عمران خان او قادری دواړو ویلي وو چې یو ملیون کسان به اسلام آباد ته راولې، خو د امنیتي اورگانونو د اټکل له مخې د طاهر القادری په احتجاجی ناسته کې ٣٥٠٠٠ او د عمران خان په ناسته کې ٢٥٠٠٠ کسانو برخه اخیستې وه.

د عمران خان تحریک انصاف گوند پلویانو تیره شپه تر شنه اسمان لاندی تیره کړه
د عمران خان تحریک انصاف گوند پلویانو تیره شپه تر شنه اسمان لاندی تیره کړه

د لاریون دواړو مشرانو د نواز شریف څخه غوښتې چې استعفا دې ورکړې او ادعا ېې کړي چي په انتخاباتو کې د درغلیو د لارې انتخاب شوي دی.

د شنبي په ورځ د پاکستان د کرکټ پخوانې لوبغاړې خپلو زرگونو پلویانو ته وینا وکړه او ددي هوډ یې وکړ چي تر هغه احتجاجې ناسته پری نږدی تر څو چي نواز شریف استعفا نه وي کړي.

عمران خان په خپلې وینا کې وویل "ددې وخت راسیدلې چې ولس پریکړه وکړې او موږ یوه داسې صدراعظم نه منو چې په انتخاباتو کې د درغلیو دلاری انتخاب شوی دی"

هغه زیاته کړه " زه له تاسو سره ژمنه کوم چې صدراعظم عمران خان به هیڅ وخت تاسو ته درواغ ونه واېې، زه چي له تاسو سره چي کوم قول وکړم، زه به یی پوره کوم، او زه د درواغو ژمني نه کوم."

د طاهر االقادری گوند ښځینو کارکونکو هم په پراخه کچه په ناسته گډون کړی
د طاهر االقادری گوند ښځینو کارکونکو هم په پراخه کچه په ناسته گډون کړی

د نوازشریف د حکومت یو مخالف مولانا طاهرالقادری چې د خپل گوند د لاریون مشرې ېې د لاهور څخه تر اسلام آباد پوری کړی، هغه هم په اسلام آباد کې په احتجاجیه ناسته خپلو پلویانو ته په وینا کې د یو نوي ملي حکومت د جوړیدو غوښتنه کړی چي د جمهوری اصلاحات عملې کړی.

هغه وویل دغه ملې حکومت به هر هغه کس، سیاسي مشر، دولتي افسر او یا کارپوه چې درغلې یی کړې وي محاکمه کړي.

د پاکستان عوامې تحریک پلویان د گوند مشر د طاهر القادری وینا اوري
د پاکستان عوامې تحریک پلویان د گوند مشر د طاهر القادری وینا اوري

هغه دا غوښتنه هم کړی چي د دوې د ملاټرود د وژلو په تور دې نواز شریف او شهباز شریف ونیول شی.

د جون په ١٧ په لاهور کې د قادری کور ته نږدی د پولیسو سره په نښتو کې لږ تر لږ ١٠ تنه د قادری ملاتړي ووژل شول او د نوازشریف حکومت یو قضايي کمیسون جوړ کړ چې ددغو وژنو په باب تحقیقات وکړي.

په پاکستان سیاسې ځنډ رامنځته شوي دی

قادری او عمران خان اوس په اسلام آباد کې دي او د پاکستان د پارلمان د ودانی څخه په ٢ کلومیټره واټن کې ېې احتجاج شروع کړی. دوی واېې، تر هغه به ولاړ نشي چې نوازشریف واک نه وي پریښي.

خو نواز شریف په پارلیمان کې اکثریت لري او داسې هیڅ کوم قانوني فشار هم ورباندی نشته چې واک دی پریږدی.

د عمران خان او د طاهرالقادری ملاتړي واېي دوی به د نواز شریف له ګوښه کیدو پرته بل هیڅ ډول اقدامات و نه مني. نو دی دریځونو یو سیاسي ځند رامنځته کړی دی. ددې سیاسې کړکیچ په نتیجه کې په پاکستان کې بی ثباتي رامنځ ته شوې هغه هم په داسې وخت کې چې د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو پرضد پوځي عملیات شروع کړي دي.چارواکو د اسلام آباد په څو مهمو سیمو کي امنیت ټینگ کړی دی چي د دغو مظاهرو په وخت کي د شخړو او جگړو مخه ونیسي.

دا مظاهرې د ښاغلي شریف یوکلن حکومت ته ډیر لوی گواښ دی چي تر اوسه پوری دومره لوی گواښ نه و ورته شوی او د دغه اټم لرونکي هیواد د سیاسي ثبات په هکله یې زیاتي اندېښنې را پیدا کړي دي.ښاغلي شریف د خپلي استعفی په هکله څه نه دي ویلي او په انتخاباتو کي یې ټگي برگي او تقلب هم رد کړی دی.

د پوځ رول

رپوټونه وایي د نوازشریف مسلم لیگ گوند ځینی غړي داسې وایي چې ددغو مظاهرو ترشا په پټه د پاکستان د پوځ ځیني کړې دی چې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره ښه اړیکې نلری.

دا چې عمران خان او قادری اوسنی واکمن حکومت تر کومه بریده بې ثباته کولی شي دا په دې پورې اړه لري چې پوځ کوم دریځ غوره کوي. د پاکستان پوځ د ملکي حکومتونو پر ضد د کودتاو لوی تاریخ لري.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف تر اوسه پوري په څرگنده ددی بحران د حل دپاره هیڅ غبرگون نه دی ښودلي
د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف تر اوسه پوري په څرگنده ددی بحران د حل دپاره هیڅ غبرگون نه دی ښودلي

ډیر لږ خلک د پوځې کودتا ویره لري، خو زیاتره چارواکي داسې فکر کوي چې ددې خطر موجود دی چې پوځ به د ملکي حکومت کښیکښل نور هم زیات کړي.

د پاکستان پوځ د نواز شریف حکومت څخه په خاصه په دی هم مایوسه شوی چې پخواني جنرال او ولسمشر پرویزمشرف یې د غداری په تور محاکمې ته راکش کړې دی.

د پوځ او حکومت تر منځ په دی خبری هم اختلاف موجود دی چې د پاکستاني طالبانو سره څه باید وشي.د پاکستان حکومت د طالبانو سره د سولې په خبرو ټینگار کاوه او پوځ په نتیجه کې پوځي عملیات شروع کړل.

طاهراالقادری واېې چي پاکستان ته د انقلاب راوستلو په موخه د کاناډا څخه راغلي دی.
طاهراالقادری واېې چي پاکستان ته د انقلاب راوستلو په موخه د کاناډا څخه راغلي دی.

په طاهرالقادری د پاکستان اوسني حکومت،جمهوري قوتونو او مدني ټولني تر ټولو لوي اعتراض دهغه د پارلماني سیاست پرته په نظام کې د بدلون او د انقلاب راوستلو خبرې دی. هغه د کاناډا تابعیت هم لری او د پاکستان د اساسي قانون پر بنسټ تر څو چې یی د دیو بل هیواد تابعیت نه وی پریښي په انتخاباتو کې برخه نشي اخیستلې.طاهرالقادری واېې چي په پاکستان ته انقلاب راوستلو په موخه د کاناډا څخه راغلي.

که عمران خان او طاهرالقادری په دی توانیدلې ول چې یو ملیون کسان اسلام آباد ته راولي، نو کیدای شوای چې حکومت یې دې ته اړ کړی وای چې د دوی غوښتو ته جدی غوږ وکړي او ددغه بحران دحل دپاره لاره برابره کړي.

بلخوا د پاکستان مهم سیاسي گوندونه هم د عمران خان او طاهرالقادری د غیر قانوني او د اساسي قانون خلاف غوښتنو سره موافق نه دي.

کارپوهان وایي دا به وخت ثابته کړی چي د عمران خان او قادری پلویان تر څو په اسلام آباد کې خپلو احتجاجي ناستو ته دوام ورکولی شي او بل طرف ته حکومت تر څو د دوی فشار زغملي شي.

XS
SM
MD
LG