د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور کې د افغان قونسلګرۍ پر تړل کېدو د پاکستان اندېښنه


افغان سفارت د جمعې په ورځ د احتجاج په ډول پېښور کې خپل قونسلګري وتړله
افغان سفارت د جمعې په ورځ د احتجاج په ډول پېښور کې خپل قونسلګري وتړله

د پاکستان حکومت په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ په تړل کېدو سره د خواشینۍ په څرګندولو سره وايي، تمه لري چې یادې قضیې ته له سره کتنه وشي.

دغه هېواد همدارنګه ویلي، هیله لري چې د یو شخص حقوقي قضیه د اسلام اباد او کابل پر اړیکو منفي اغېز ونه کړي.

پاکستان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په اسلام اباد کې افغان سفارت د تېرې جمعې په ورځ په پېښور کې د پاکستاني پولیسو لخوا له «افغان مارکېټ» څخه د افغانستان د بیرغ د کښته کولو او د دکاندارانو د وهلو په غبرګون کې د احتجاج په توګه په پېښور کې خپله قونسلګري وتړله.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې پېښور کې «افغان مارکېټ» د افغانستان ملکیت دی، خو پاکستاني چارواکې د غصبولو هڅه کوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه په یوې اعلامیې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه رد کړې او وايي، په دې اړه ناسم معلومات وړاندې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:"د افغان مارکېټ مسئله د یو پاکستان مېشته شخص او د افغانستان اړوند بانک ترمنځ ده، دغه قضیه په ۱۹۹۸ کال کې د محکمې لخوا د یاد شخص په ګټه فیصله شوې ده،سیمه ییزو چارواکو وروسته تر هغه مداخله وکړه، چې د افغانستان د حق په برخه کې قانوني موده پای ته ورسېده."

دغه هېواد همدارنګه ویلي، چې د پاکستان د قضايي ارګانونو په اړه هر ډول څرګندونې چې دغه ارګان تر پوښتنې لاندې راولي ردوي.

خو په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل تېره ورځ له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې وویل، چې ځېنو کسانو په پېښور کې د افغانستان پر جایدادونو دعوا کړې ده.

د مشعل په وینا دغه ځایونه د پاکستان له جوړېدو مخکې د افغانستان ملکیت بلل کېده خو د پاکستان سترې محکمې بل چاته ورکړي دي.

مشعل وایې چې دوي احتجاج کړی او په پېښور کې یې خپله قونسلګري تړلې ده.

XS
SM
MD
LG