د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د یوې نړیوالې موسسې ماموران شړلي دي


پاکستان د Save the Children's ادارې بهرنیو مامورانو ته امر کړیدی چې له هیواد نه ووځي. دغه اداره له ماشومانو سره مرسته کوي. په امریکا کې دیره ددغې ادارې یوه چارواکي غلام قادري خبریالانو ته نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې دکورنیوچارو وزارت شپږ تنو بهرنیو مامورانو ته امر وکړ چې له پاکستان نه ووځي خو دهغوي د شړلو لپاره یې هیڅ دلیل وړاندی نکړ.

د Save the Children's ادارې ووېل چې حکومت په کلکه ددوي څارنه کوی په تیره له هغه وخت نه را په دې خوا چې دا خبر خپورشو چې دې اداری دامریکا له استخباراتو یعنی سي آی اې سره مرسته کړې وه چې له ډاکټر شکیل افرېدی سره مجلس وکړي. دهغه په هکله ویل کېږی چې دامریکا د استخباراتو له اداری سره یې مرسته وکړه چې د بن لادن درک معلوم کړي. دامریکا دخاصو قواو له خوا نه بن لادن د ٢٠١١ م کال دمې په میاشت کې دیوه ناڅاپي برید په ترڅ کې چې داېبټ اباد په ښار کې ېې دهغه پرکور وکړ، ووژل شو.

قادری نن د پنجشنبی په ورځ دغه ادعاگانی رد کړلی چې وايی د مرستو دغی اداری د شکیل افرېدی او امریکا د استخباراتو د ادارې ترمنځ اړیکې او پېژندگلوۍ کې مرسته کړیده.
د Save the Children's اداره په پاکستان کې له دېرشو کلونو نه زیاتې مودې راهیسی کار کوي او تقرېبا ٢ زره پاکستانیان پکښې په کار مصروف دي.



پرشکېل افرېدی باندی دا تور لگېدلی و چې د واکسېن کولو په پلمه باندې یې دامریکا د استخباراتو له ادارې سره مرسته کوله چې د ډي اېن آې نمونې لاسته راوړي چې د بن لادن موجودیت د اېبټ اباد په کمپ کې تثبیت کړي. دمې په مېاشت کې د پاکستان ېوې محکمی شکیل افرېدی د افراطیانو سره د تړاولرلو په تور په ٣٣ کاله بند محکوم کړ.

د پاکستان له خوانه Save the Children's ادارې دشپږ مامورانو شړل یوه اونۍ وروسته له هغه نه اعلان شول چې د سره صلیب نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې دوي په پاکستان کې د خپلو مرستو فعالېتونه کموي ځکه چې سږکال په کراچی کې د دوی ېومامور ووژل شو.
XS
SM
MD
LG