د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي سلگونه افغانانو پاکستانۍ تذکرې اخیستې


د پاکستان په سنا کې چارواکو ویلي دي چې د هویت کارتونهیعني د تذکرو د ورکولو ادارې 'نادرا' په سلگونو افغانانو ته د دغه ملک شناختي کارډونه ورکړیدي.

پاکستاني چارواکو په سنا کې ویلي دي چې نادرا چې کومو افغانانو ته د پاکستان د هویت کارتونه ورکړیدي په هغوي کې ځینې د افغانستان د استخباراتي ادارو کار کونکي دي.

سناتور طلحه محمود په سنا کې پدغه مسله د غونډې نه وروسته یوې خبرې غونډې ته وویل چې ځینې هغه کسان چې پاکستاني هویت کارتونه لري، د هغوي په پاسپورټونو د هند ویزې هم دي.

سناتور محمود وویل چې دغه مسله یې د تحقیقاتو لپاره د پاکستان استخباراتي ادارې ته سپارلي ده.

هغه زیاته کړه چې نادرا شاوخوا ٥٠ تاجکانو ته هم د پاکستان تذکرې ورکړیدي.

ښاغلي طلحه دا هم وویل چې د پاکستان استخباراي ادارې آی ایس آی نادرا ته د هغو کسانو د پاکستاني او افغان تذکرو عکسونه ورکړې و خو تروسه پورې د نادرا ادارې یې سپیناوی ندی کړی.

د یادونې وړ ده چې پخوا هم په نادرا دغه ډول تورونه لگول شویدي چې غیر ملکیانو ته یې د پاکستان اسناد ورکړیدي.

XS
SM
MD
LG