د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په یوه تکیه خانه کې لسگونه کسان ووژل شول


پاکستاني چارواکو ویلي دي چې پرون د سیند په ولایت کې د شیعه گانو په یوه مسجد کې د جمعې د ورځي د لمانځه په وخت د قوي بم چاودنه شوې، لږترلږه ٥٨ کسه په کې وژل شوي او څه د پاسه ٥٠ تنه زخمي شوي دي.

دا حمله د کراچي نه ۴٧٠ کیلو متره لیري د شیکارپور د لکیدار په سیمه کې شوې ده.د جندالله ډلي چې د پاکستاني طالبانو نه یوه بېله شوې ډله ده ویلي دي چي دا حمله هغې کړې ده.

په پاکستان کې تند لاري سني مسلمانان عموما د شیعه گانو پر ځایونو او مذهبي مؤسسو باندي حملې کوي. شیعه گان د هغه هیواد په نفوسو کې پنځمه برخه تشکیلوي.په پاکستان کې په تیرو دوو کالو کې څه د پاسه ٨٠٠ شیعه گان وژل شوي دي.

پاکستان د تیر ډیسیمبر په میاشت کې د طالبانو د هغې حملې نه وروسته چې په پېښور کې یې په یوه ښوونځي باندي وکړه او ١۴٥ کسه یې چي زیاتره ماشومان وو، ووژل د زیاتي خبردارۍ په حال کې دی.

عيني شاهدان وایي چې دغه چاودنه نن د جمعې په ورځ په شکارپور کې د شیعه مذهبو په یوه تکیه خانه کې د لمانځه په مهال شوې چې شاو خوا ٣٠٠ تنه په کې راټول شوي وو.

ځنې سرچينې وایي چې دا يو ځانمرگی برید و، خو چارواکو تر دې مهاله د دې خبرې پخلى نه دى کړى.

له چاودنې وروسته پوليسو او رينجرز ځواکونو ټوله سيمه محاصره کړې ده او تکیه خانې ته غزیدلې ټولې لارې یې تړلي دي. ژوبل کسان روغتون ته انتقال شوي خو د زیات شمیر ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د سند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وایي چې دچاودنې څخه وروسته ټولو روغتونونو کې بيړنى حالت اعلان شوی چې د ټپیانو هر ډول ممکنه درملنه وشي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف دغه چاودنه په سختو ټکو غندلې ده او ټپیانو ته یې سمدستي د غوره طبي مرستو امر کړی دی.

هغه ویلي چې حکومت یې د ترهگرۍ په ضد جگړې ته ژمن دى او دا ډول پيښې يې اراده نه شي کمزوره کولای.

تيرکال د جون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان اود اکتوبر په مياشت کې په خيبرايجنسۍ کې د پوځي عملياتو له پيل کيدو وروسته د پاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې ترهگريز بردیونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG