د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد ته نږدې ځانمرګه برید ۲۳ تنه وژلي


د پاکستان چارواکي وايی د طالبانو په یوه ځانمرگي برید کې 23 تنه پلازمېنې اسلام ابادته نېژدې وژل شوي دي.

چارواکي وايي نن دپنجشنبی په ورځ یوه ځانمرگي د شعیه گانو په یوه لاریون کې چې دراولپنډۍ په ښار کې کیده وروسته له هغه نه ځان په بم والوزاوه چې پولیسو کوشش وکړ هغه دتالاشۍ په پوسته کې ودروي. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه 62 کسه نور ټپیان شوي هم دي. په زخمیانو کی ماشومان هم شامل وو.

شیعه گان دمحرم په میاشتي کې دعاشورا دورځې لمانځنه کوي اوپه دې میاشت کې عبادت کوي. د شنبې په ورځ به هغوي د عاشورا ورځ ولمانځي. د عاشورا په ورځ هغوي دامام حسین رضی الله تعالی عنه د شهادت لمانځنه کوي.

د چارشنبی په ورځ دوخته د طالبانو له خوا نه یوبم د کراچي د بندري ښار په یوه جومات کې هم چول شوی و. رپوټ وايي په دغه چاودنه کې یو تن ووژل شو. دطالبانو نطاق ويلي دي چې دا دواړه بم چونې دوي کړي دي. هغوي وايی چې دوی په دغه بم چونه کې شیعه گان په نښه کول ځکه دوی په دې عقیده دی چې هغوی دین ته بې حرمتي کوی.

دمرگ ژوبلې ددې پېښو په ترڅ کې - پرون د چارشنبی په ورځ د پاکستان د بلوچستان په صوبه کې هم د یوه بم په چاودنه کې درې پاکستانی عسکر ووژل شول او 6 تنه یې زخمیان شول. دغه چاودنه د یوه پوځي موټر څنگ ته وشوه چې د ماشومانو په یوه سرويس موټر پسی روان و. تراوسه پوري د چارشنبې د ورځې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستلی. خو په کویټه کې چې د بلوچستان د صوبې مرکز دی په وړه پیمانه د پاکستان د حکومت خلاف دځایې خلکو له خوانه بغاوت روان دی.
XS
SM
MD
LG