د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو شپږ قوماندانان پوځ ته تسلیم شوي


حکیم الله محسود په ٢٠١٣ کال کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو
حکیم الله محسود په ٢٠١٣ کال کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو

پاکستاني مقاماتو نن د دوشنبې په ورځ د طالبانو د پخواني مشر حکیم الله محسود د تره او ورور په گډون د یاغیانو له هغو شپږو قوماندانانو څخه تحقیقات وکړل چې پوځ ته تسلیم شوي دي.

د رویترز خبري اژانس وایي پوځ ته د حکیم الله محسود د کورنۍ تسلیمیدل ښایي د پاکستاني طالبانو هغه یاغیگري کمزوري کړي چې د ٢٠٠٧ کال راپدیخوا دغه هیواد ورسره مخامخ دی.

په ٢٠١٣ کال کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حکیم الله محسود له وژنې وروسته د پاکستاني طالبانو عمده ځواک د ملا فضل الله له لورې رهبري کیږي.

د حکیم الله ورور اعجاز او تره یې خیرمحمد د خان سعید په مشري د پاکستاني طالبانو ډلې ته بعیت کړی و. خان سعید هم په تیر نومبر کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

په کرم کې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د جنوبي وزیرستان د محسود د قبیلي دغه شپږ قوماندانان د شنبې په ورځ پوځ ته تسلیم شول.

په پیښور کې یو پوځي چارواکي اژانس ته ویلي چې له تسلیمیدو وروسته دغه کسان دیره اسماعیل خان ته انتقال کړای شول.

د کرم د سیمې یو چارواکي هم ددغو کسانو تسلیمیدل تائید کړي دي. په ٢٠١۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په نتیجه کې په سلگونو یاغیان په کرم کې میشت شوي دي او فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG