د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د چمن دروازه بېرته 'پرانیزي'


د چمن دروزاه
د چمن دروزاه

پاکستاني چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم۳۰) به د چمن دروازه بېرته پرانیزي.

دا دروازه څو ورځې مخکې له هغه وروسته وتړل شوه چې یو وسله وال د پاکستان په سرحدي پولیسو ډزې وکړې، یو تن یې وواژه او څو نور یې ژوبل کړل.

د چمن ښارګوټي کمېشنر عبدالحمید ظاهري وايي چې پاکستان له طالبانو څخه د «قاطع اطمینان» له ترلاسه کولو وروسته د دغې دروازې په بیا پرانیستلو موافقه کړې ده.

طالبانو دا ادعا رد کړې ده چې ګنې بریدګر د دوی غړی و خو وايي وايي چې نیولی یې دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرې شوې ویدیو کې ښودل کېږي چې بریدګر په پاکستاني عسکرو له برید وروسته بېرته افغانستان ته اوړي.

په یوې ویدیو کې، چې له امریکا غږ سره شریکه شوې، ښودل کېږي چې له لومړي برید لږه شېبه وروسته یو بل وسله وال راځي او په امنیتي کیمرو باندې ډزې کوي چې خرابې یې کړي.

له برید وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یوه بله ویدیو خپره شوه چې یو کس په کې ادعا کوي په پاکستاني سرتېرو باندې برید هغه کړی او دا برید یې له افغانانو سره د پاکستان د سرحدي ځواکونو د بد چلند له کبله کړی دی.

تر دغه برید مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویدیوګانې خپرې شوې وې چې په کې ادعا کېږي د پاکستان سرحدي ځواکونه له افغانانو سره ناوړه چلند کوي.

په کندهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په پاکستاني چارواکو انتقاد کړی و چې دا دروزاه یې ولې تړلې ده. په دې لارې دواړو هېوادونو ته د وګړو د تګ راتګ سربېره، د ورځې سلګونه تجارتي موټرونه هم ځي او راځي.

XS
SM
MD
LG