د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ۹ سیلانیان وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو کسانو د دغه هیواد په شمال کې ۹ سیلانیان او د هغوي پاکستاني لارښود وژلي دي. دغو سیلانیانو د نړۍ یو له جګو غرونو په لمن کې د سیاحت کمپ جوړ کړی وو.


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري ناصر علي خان ویلي دي چې پېښه نن د یکشبنې په ورځ وختي رامنځ ته شوې ده او په وژل شویو کسانو کې ۶ تنه یې اوکراینیان او درې کسه نور یې چینایان دي. چارواکو مخکي ویلي وو چې په وژل شویو کسانو کې یو یې روسی وو.،،سیلانیان په خپل کمپ کې وو چې پرې د یاغیانو له خوا چې د امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې وو برید وشو او ۹ کسه په کښي ووژل شول. یواځي یو چینايي کس د برید څخه ژغورل شوی دی.،،

ښاغلي چودري زیاته کړه چې د سیلانیانو له جملې څخه یو چینايي او یو پاکستانی لار ښود په تیښته بریالي شوي دي او وروسته د یوې نظامي الوتکې په مرسته ژغورل شوي دي.

چارواکي وايي چې برید کونکو د حمالیا په سیمه کې د ننګا بربت د غره سره نږدې د سیاحت په یوه کمپ باندي برید کړی. دغه سیمه په معمول ډول آرامه او سوله ایزه سیمه ده.

پاکستاني طالبانو د دې برید مسولیت چې په اصل کې د جندل الافسې ډلې کړی دی، په غاړه اخیستی دی. دغې ډلې ویلي دي چې برید یې ځکه کړی چې د طالبانو د مرستیال قوماندان د وژنې غچ واخلي چې د روان کال د مې په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

پاکستاني چارواکو سیمې ته پولیس او هلیکوبترې لېږلي دي چې د وژل شویو کسانو مړي انتقال کړي او په یاغیانو پسي وګرځي. دوي سیمې ته ټولې دوخولي او خروجي لارې محاصره کړي دي او د دویم پاکستاني لارښود څخه یې چې د برید نه په تېښته بریالی شوی دی، پلټنې پیل کړي دي.

دغه وژنې به د پاکستان د سیاحت کاروبار چې د مخه لا اغیزمن شوی دی لازیات زیانمند کړي.
XS
SM
MD
LG