د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په منطقوي کنفرانس کې پر امریکا سختې نیوکې وکړې


د چین، روسیې، ترکیې، افغانستان، پاکستان او ایران د پارلماني هیئتونو غونډه نن په اسلام اباد کې پیل شوه.
د چین، روسیې، ترکیې، افغانستان، پاکستان او ایران د پارلماني هیئتونو غونډه نن په اسلام اباد کې پیل شوه.

په سیمه کې د ترهگرۍ سره د مبارزې او منطقوي همکاریو پر موضوع د شپږو هیوادونو د پارلماني هیئتونو غونډه د پاکستان په نوښت جوړه شوې ده. د پاکستان، چین، روسیې، ترکیې، افغانستان او ایران د پارلماني هیئتونو غونډه نن د سختو امنیتي ترتیباتو تر سیوري لاندې په پلازمینې اسلام اباد کې پیل شوه.

د پاکستان د سنا مجلس رئیس د وینا څخه د امریکا پرضد استفاده وکړه او یو ځل بیا یې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ تگلاره په افغانستان کې د هغوی د ناکامیو د پټولو هڅه وبلله. د سنا رئیس رضا رباني زیاته کړه چې د ټرمپ حکومت د ترهگرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځولې دي.

رضا رباني وویل " دوه ورځې وړاندې موږ ولیدل چې د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس پاکستان ته اخطاریه خبرې وکړې. خو نړۍ ته دې معلومه وي، چې پاکستان یو خپلواک هیواد دی او د هیچا څخه هدایات (ډیکټې) نه مني، هغه که امریکا هم وي."

د ښاغلي ریاني اشاره د پنج شنبې په ورځ په افغانستان کې میشتو امریکایي سرتیرو ته د مایک پینس وینا وه. ښاغلي پینس ویلي وه چې پاکستان له ډېرې مودې راهیسي طالبانو او نورو ترهگرو ډلو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

مرستیال جمهور رئیس مایک پینس د پنج شنبې په ورځ په بگرام کې امریکایي سرتیرو ته وینا وکړه.
مرستیال جمهور رئیس مایک پینس د پنج شنبې په ورځ په بگرام کې امریکایي سرتیرو ته وینا وکړه.

ښاغلي پنیس زیاته کړې وه "هغې ورځې تیرې شوې، جمهور رئیس ټرمپ پاکستان ته وخت ورکړی دی،.....په همکاري کولو کې د پاکستان ډېرې گټې دي، او د ترهگرو او مجرمینو په ساتلو کې یې ډېر زیانونه دي."

د پاکستان حکومت د ښاغلي پینس خبرو ته داسې چټک ځواب ورکړی و "متحدین یوه او بل ته اخطارونه نه ورکوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي وه "اخطارونو باید هغو عواملو ته وټاکل شي چې د مخدره موادو تولید یې زیات کړی دی، د حکومت له واک څخه بهر سیمې یې زیاتې کړې دي، حکومتداري (د افغانستان حکومت) تقسیم شوی دی، او داعش ته یې د پښې د ټینگښت ځای ورکړی دی."

متحده ایالات او افغانستان دواړه ادعا کوي چې د پاکستان پر خاوره کې د پټن ځایونو د موجودیت له امله طالبان او د حقاني ترهگره شبکه په افغانستان کې د فعالیتونو د پراخولو وړتیا موندلې ده.

پاکستان د ترهگرو سره د اړیکو د درلودلو تورونه ردوي او وایي چې په افغانستان کې او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د روسیې او چین سره گډ کار کوي.

د اسلام اباد په غونډه کې د افغانستان کې د پارلمان د نهه کسیز هیئت مشري د ولسي جرگې رئیس عبدالروف ابراهیمي کوي.

XS
SM
MD
LG